Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشعياه 45:16 - Pakistani Yousafzai Pashto

16 څوک چې بُتان جوړوى نو هغوئ به د شرم سره مخ شى، او هغوئ ټول به سپک شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشعياه 45:16
9 Iomraidhean Croise  

هر هغه څوک چې د بُتانو عبادت کوى په شرم به وشرميږى، هغوئ هم څوک چې په بې‌کاره بُتانو نازيږى. اے ټولو معبودانو هغۀ ته سجده وکړئ.


زۀ به په صحرا کښې د دِيار ونې راشنې کړم، او د کيکر، د سر درو ونې او د زيتُونو ونې به راشنې کړم. په خُشک مُلک کښې به ځنګل راوټوکيږى، د نخترو، د صُندل د ونو او د سبر ونو ځنګل به راوټوکيږى.


خو هر څوک چې په بُتانو ايمان لرى، او ورته وائى چې تاسو زمونږ خُدايان يئ، نو هغوئ به سخت وشرميږى او رد به کړے شى.“


ګورئ، هغوئ او د هغوئ ټول ملګرى به وشرميږى. کوم خلق چې بُتان جوړوى هغوئ صرف انسانان دى. هغوئ دې راشى او په عدالت کښې دې پېش شى، هغوئ به ويريږى او د شرم سره به مخ شى.


هر څوک چې بُتان جوړوى نو هغوئ هيڅ هم نۀ دى او چې کومو څيزونو ته هغوئ ډېر زيات خوشحاليږى هغه بې‌فائدې دى. د بُت پرستانو نۀ خو سترګې شته او نۀ پکښې عقل شته خو آخر به هم د شرم سره مخ شى.


”هغه ټول خلق چې د بادشاه د زوال نه پس ژوندى پاتې يئ، راغونډ شئ، خپل ځانونه زما حضور کښې پېش کړئ. څوک چې ځان سره د لرګى بُتان ګرځوى هغوئ په هيڅ هم نۀ پوهيږى. چې کوم معبودان خلاصون نۀ شى ورکولے نو د هغوئ نه دُعا ولې غواړى؟


نو په آخر کښې به بيا د موآب خلق د کموس بُت نه شرميږى، لکه څنګه چې بنى اِسرائيل په بيت‌ايل کښې په بُت باندې په يقين کولو شرمېدل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan