Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشعياه 45:11 - Pakistani Yousafzai Pashto

11 مالِک خُدائ، د بنى اِسرائيلو مقدس ذات، کوم ذات چې هغوئ پېدا کړى دى، هغه وائى، ”تاسو څنګه زما د بچو په حقله ما نه تپوس کولے شئ؟ څۀ چې ما جوړ کړى دى د هغې په حقله تاسو څنګه ما له حُکم راکولے شئ؟

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشعياه 45:11
34 Iomraidhean Croise  

هغه سړى ووئيل، ”د سحر رڼا شوه، ما پرېږده چې لاړ شم.“ يعقوب ورته وفرمائيل، ”زۀ به تا کله هم نۀ پرېږدم، چې ترڅو پورې دې ما له برکت نۀ وى راکړے.“


مالِک خُدائ ربُ الافواج به دې قومونو له برکت ورکړى او ووبه فرمائى، ”اے مِصريانو، زما خلقو، اے اسوريانو، تاسو ما پېدا کړى يئ، اے بنى اِسرائيلو، تاسو زما غوره شوى خلق يئ نو تاسو له زۀ برکت درکوم.“


کله چې تاسو هغه بچى ووينئ چې زۀ تاسو له درکوم، نو تاسو ته به بيا پته ولګى چې زۀ د بنى اِسرائيلو مقدس ذات يم. تاسو به زما درناوى کوئ او د يعقوب د خُدائ پاک رُعب به منئ.


اے بنى اِسرائيلو، هغه مالِک خُدائ چا چې تاسو پېدا کړى يئ هغه فرمائى چې، ”يرېږئ مه، ځکه چې ما تاسو په بيعه اخستى يئ. ما تاسو ته په نوم آواز کړے دے، تاسو زما يئ.


زۀ مالِک خُدائ، ستاسو مقدس خُدائ پاک يم. زۀ د بنى اِسرائيلو خالق ستاسو بادشاه يم.“


دا هغه خلق دى څوک چې ما د خپل ځان دپاره پېدا کړى دى، چې هغوئ زما ثناء صِفت وکړى.“


زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم، زۀ د بنى اِسرائيلو هغه مقدس ذات يم، چې ستاسو خلاصونکے يم. ستاسو د آزادولو دپاره زۀ مِصر ورکوم، ستا په ځائ زۀ ايتهوپيا او سِيبا ورکوم.


هغه څوک چې زما خپل خلق دى، کوم چې ما د دې دپاره پېدا کړى دى چې زما د جلال سبب جوړ شى.“


زۀ هغه مالِک خُدائ يم چا چې تاسو پېدا کړى يئ، د کوم وخت نه چې تاسو پېدا شوى يئ نو زۀ ستاسو مدد کوم. اے يعقوبه زما خادِمه، يرېږه مه، اے بنى اِسرائيله، تۀ ما غوره کړے يې، يرېږه مه.


په هغۀ باندې افسوس چې خپل پلار ته وائى چې، ”زۀ دې ولې پېدا کړم؟“ يا خپلې مور ته ووائى چې، ”تا ولې زۀ داسې جوړ کړم؟“


د بنى اِسرائيلو مقدس ذات، مالِک خُدائ ستاسو خلاصونکے فرمائى، ”زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم، هغه ذات چې ستاسو د خپلې فائدې دپاره تاسو ته ښودنه کوى او هغه لار درته ښائى چې په کومه باندې درله تلل په کار دى.


ځکه چې ستاسو خالِق به ستاسو خاوند وى، د هغۀ نوم مالِک خُدائ ربُ الافواج دے. د بنى اِسرائيلو مقدس ذات ستاسو خلاصونکے دے، هغه د ټولې دُنيا خُدائ پاک دے.


ستا د قوم ټول خلق به صادقان وى، او هغه مُلک به د همېشه دپاره د هغوئ په قبضه کښې وى. ما هغوئ په خپلو لاسونو لکه د ونو په شان کَرلى دى، ترڅو خپله لوئى او جلال ټولو ته ښکاره کړم.


هم تۀ زمونږه پلار يې. اګر کۀ اِبراهيم او يعقوب مونږ خپل نۀ ګڼى، خو بيا هم مالِکه خُدايه، هم تۀ زمونږه پلار يې، د پخوا نه تۀ زمونږ بچ کوونکے يې.


خو اے مالِکه خُدايه، تۀ زمونږ پلار يې. مونږ د خټې په شان يُو او تۀ د کُلال په شان يې. تا مونږ جوړ کړى يُو،


کۀ څوک تاسو ته ووائى چې، ”د قسمت ښودونکو او مړو روحونو سره خبرو والا نه پته وکړئ، د هغوئ نه چې په نرى آواز سره يا په ګونګسو کښې خبرې کوى،“ هغوئ به وائى، ”د هر څۀ نه به ښۀ نۀ وى چې خلق د خپلو معبودانو سره مشوره وکړى؟ د ژوندو د خاطره مونږ د مړو د روحونو سره ولې مشوره ونۀ کړُو؟“


”مالِک خُدائ په خپله فرمائى چې اے بنى اِسرائيله، ما غوښتل چې زۀ تا سره د خپل بچى په شان سلوک وکړم او د خپلې خوښې مُلک او زمکه درکړم، چې د نورو مُلکونو په نسبت ښکلې او شانداره وى. زما دا خيال وو چې تۀ به ما ته خپل پلار ووائې او زما نه به وانۀ وړې.


مالِک خُدائ فرمائى چې، ”په هغه وخت کښې به زۀ د بنى اِسرائيلو د ټولو قبيلو خُدائ يم، او هغوئ به زما خلق وى.“


کله چې هغوئ واپس راشى نو د پښېمانۍ نه به اوښکې د هغوئ په مخ روانې وى او زۀ به هغوئ په ډېره مينه خپلو کورونو ته واپس بوځم، نو زۀ به هغوئ د روانو اوبو په خوا کښې او په هواره لاره بوځم هسې نه چې چرته تيندک وخورى، ځکه چې زۀ د بنى اِسرائيلو پلار يم، او اِفرائيم زما مشر زوئ دے.“


د مدد دپاره ما ته ووايه او زۀ به جواب درکړم او زۀ به تا ته هغه لوئ او پټ رازونه او خبرې څرګندې کړم چې تۀ پرې نۀ پوهېږې.


مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، يو ځل بيا به د بنى اِسرائيلو درخواست ته توجو وکړم او د هغوئ دپاره به دا‎ وکړم، زۀ به د ګډو په شان د هغوئ د خلقو شمېره زياته کړم،


زۀ به خپل مقدس نوم د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو په مينځ کښې څرګند کړم. زۀ به نور خپل مقدس نوم بې‌حرمتۍ ته پرې نۀ ږدم، او قومونه به پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ په بنى اِسرائيلو کښې مقدس ذات يم.


هغۀ دوئ ته خواست وکړو چې آسمانى خُدائ پاک ته د دې راز د څرګندولو په حقله د رحم سوال وکړئ، نو چې دے، د دۀ دوستان او د بابل نور هوښياران قتل نۀ شى.


خو يو وخت راتلونکے دے چې بنى اِسرائيل به د سمندر د شګو په شان بې‌شمېره شى او څوک به يې نۀ شمېرلے شى او نۀ به يې څوک ناپ کولے شى. نو بيا په هغه ځائ کښې چرته چې هغوئ ته وئيلے شوى وُو چې، ”تاسو زما خلق نۀ يئ،“ هلته به هغوئ ته ووئيلے شى چې، ”تاسو د ژوندى خُدائ پاک بچى يئ.“


هغۀ د يوې فرښتې خِلاف جنګ وکړو او جنګ يې وګټلو. هغۀ وژړل او د برکت سوال يې وکړو. په بيت‌ايل کښې خُدائ پاک هغۀ ته څرګند شو او کلام يې ورسره وکړو.


ځکه زۀ تاسو ته وايم، تاسو چې د څۀ دپاره هم دُعا کوئ نو ايمان ساتئ چې دا تاسو حاصل کړو نو هغه به ستاسو شى.


او زۀ به بيا ستاسو پلار يم او تاسو به زما زامن او لوڼه يئ، دا د مالِک قادر مطلق خُدائ وينا ده.“


ځکه چې مونږ د هغۀ خاص مخلوق يُو چا چې مونږ په عيسىٰ مسيح کښې د نېکو کارونو دپاره پېدا کړى يُو، او دا کارونه خُدائ پاک د مخکښې نه زمونږ دپاره تيار کړى وُو، چې مونږ يې سر ته ورسوو.


په هغه ورځ کله چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو سړو له په اموريانو باندې فتح ورکړه، يشوَع د مالِک خُدائ سره خبرې وکړې. هغۀ د بنى اِسرائيلو په مخکښې داسې وفرمائيل، ”اے نمره، د جبعون دپاسه ولاړ اوسه، اے سپوږمۍ، د ايالون په مېدان ودرېږه.“


فلستى بادشاهان راغونډ شول چې جشن وکړى او خپل خُدائ دجون ته يوه لويه قربانى پېش کړى. هغوئ ووئيل، ”زمونږ خُدائ مونږ له زمونږ په دشمن سمسون باندې فتح راکړې ده.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan