Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشعياه 45:1 - Pakistani Yousafzai Pashto

1 مالِک خُدائ خپل غوره کړے شوے خادِم خورس ته فرمائى، ”ما ستا ښے لاس نيولے دے، نو ځکه چې تۀ هر چرته ځې هلته به قومونه ستا تابع کړم، د بادشاهانو زور به ختم کړم، د ښارونو دروازې به ستا دپاره کولاو کړم او بندوم به يې نه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشعياه 45:1
31 Iomraidhean Croise  

مالِک خُدائ وفرمائيل، ”دمشق ته نزدې بيابان ته واپس شه، بيا ښار ته ورننوځه او حِزائيل د شام بادشاه مقرر کړه،


په وړومبى کال کښې چې خورس د فارس بادشاه وو، نو مالِک خُدائ هغه پېشګوئې پوره کړه چې هغۀ د يرمياه په ذريعه کړې وه. هغۀ د خورس په زړۀ کښې دا خبره واچوله چې دا فرمان وليکى او جارى يې کړى او خپلې ټولې بادشاهۍ ته يې ولېږى:


”دا د فارس د بادشاه خورس حُکم دے. مالِک خُدائ، د آسمانونو خُدائ پاک زۀ په ټوله دُنيا باندې حکمران کړے يم او دا ذمه وارى يې راکړې ده چې د مالِک خُدائ دپاره په يهوداه کښې د يروشلم په ښار کښې کور جوړ کړم.


هغه شهزادګان سپک کړى، او هغه د زورَورو زور اوبۀ کوى.


خو د هر څۀ باوجود به بيا هم زۀ د تل دپاره تا سره يم، په خپله مې د ښى لاس نه راونيسه.


په اوچت غر د جنګ جنډا اوچته کړه. هغوئ ته چغه ووهه او لاسونو سره اِشاره ورکړه چې راشى او د هغه مغروره ښار په دروازو کښې ورداخل شى.


ما مالِک خُدائ دا فوجيان راغوښتى دى، آو، ما دا تکړه جنګياليان راغوښتى دى چې زما غصه څرګنده کړى، او چې زما لوئى وشى نو هغوئ به خوشحالى وکړى.


زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم، زۀ تاسو تکړه کوم او درته وايم چې، ”مۀ يرېږئ، زۀ به ستاسو مدد کوم.“


هغه څوک وو چا چې فتح کوونکے د نمرخاتۀ نه راوستلو، او چې چرته هم تلو نو هغۀ له به يې فتح ورکوله؟ هغۀ له به په قومونو او بادشاهانو چا فتح ورکوله؟ د هغۀ تُورې به هغوئ داسې وهل لکه چې خاوره وى. د هغۀ غشو به هغوئ د بوسو په شان خوارۀ وارۀ کړل.


ما يو سړے د شمال طرف نه راپارولے دے نو هغه راروان دے، هغه زما د نوم درناوے کوى او هغه د نمرخاتۀ طرف نه راروان دے. هغه به په حکمرانانو داسې ګرځى لکه چې په خټو ګرځى داسې لکه چې کُلال په خټه پښې ږدى.


”ما، مالِک خُدائ صداقت سره راوغوښتې، زۀ به تا د لاس نه ونيسم او محفوظ به دې ساتم. ستا په ذريعه به زۀ د ټولو خلقو سره يو لوظ وکړم، او ستا په ذريعه به زۀ قومونو له رڼا راوړم.


زۀ خورس ته وايم، تۀ زما شپون يې، تۀ به هغه کار کوې چې څۀ درته زۀ وايم يعنې، تۀ به حُکم ورکړې چې يروشلم دې بيا جوړ شى او د خُدائ پاک د کور بنيادونه دې واچولے شى.“


زۀ مالِک خُدائ يم، بل يو خُدائ هم نشته. زۀ تا له طاقت درکوم، اګر چې تۀ ما نۀ پېژنې.


زۀ هغه څوک يم چې هغۀ ته مې آواز وکړو او راومې غوښتلو، د هغۀ مې لارښودنه وکړه او هغه به کاميابيږى.


خو زۀ به اوس ستاسو ټول مُلکونه خپل خِدمت کوونکى نبوکدنضر د بابل بادشاه ته حواله کړم، تر دې چې زۀ به ځنګلى ځناور هم د دۀ تابعدار کړم.


نو بيا د يهوداه خلقو ته ووايه چې، مالِک خُدائ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک داسې فرمائى چې زۀ به په يقين سره خپل خِدمتګار نبوکدنضر د بابل بادشاه دلته مِصر ته راولم. زۀ به د هغۀ تخت په دې کاڼو دپاسه جوړ کړم کوم چې يرمياه دلته ښخ کړل. هغه به په دې کاڼو خپل شاهى تمبو وغوړوى.


د شمال د خوا نه به يو قوم په دې حمله وکړى او د هغوئ مُلک به تباه کړى او په صحرا به يې بدل کړى. او هيڅ څوک به هلته نۀ اوسيږى، انسانان او ځناور به وتښتى.“


مالِک خُدائ فرمائى چې، د تباهۍ تُوره دې بابل تباه کړى. هغه دې د بابل ټول اوسېدونکى او د هغۀ آفسران او هوښياران خلق تباه کړى.


خپل غشى تېرۀ کړئ، او خپل ډالونه راوچت کړئ، مالِک خُدائ دا مادى بادشاهان راوچت کړى دى، چې د بابل خلاف پېش قدمى وکړى او هغه تباه کړى. دا د هغۀ انتقام اخستل دى د هغه چا نه چا چې د هغۀ کور پليت کړے دے.


د بابل فوجيانو جنګ بس کړو، او په خپلو برجونو کښې بند پاتې شول. د هغوئ زور ختم شو او هغوئ لکه د ښځو په شان بُزدله شول. حمله کوونکو د هغوئ کورونو ته اور واچولو او د هغوئ د ښار دروازې يې ماتې کړې.


مالِک خُدائ ربُ الافواج داسې فرمائى چې، ”د بابل پيړ دېوالونه به هوار کړے شى او د هغۀ اوچتې دروازې به وسوزولے شى، نو خلقو يې خپل ځان ستړے کړو خو هيڅ فائده يې ونۀ کړه، د دې قوم ټول محنت صرف د اور دپاره خشاک دے.“


ما هغۀ ته په انعام کښې مِصر ورکړو د هغه کار په بدل کښې کوم چې هغۀ او د هغۀ فوجيانو زما دپاره کړے دے. مالِک خُدائ داسې فرمائى.


د هغۀ رنګ د يرې نه تک زېړ شو او دومره يرېدلے وو چې د پښو د رپېدو په وجه په ځائ ودرېدلے نۀ شو.


نو بيا زما په وړاندې ما دوېم ځناور وليدو، کوم چې د مېلو په شان ښکارېدو. دا په خپل يو طرف باندې اوچت کړے شو، او دۀ درې پښتۍ په خپله خولۀ کښې د غاښونو په مينځ کښې نيولې وې. هغۀ ته وئيل کېدۀ، پاڅه او په غوښو ځان موړ کړه.


ما وکتل چې هلته زما د وړاندې يو د دوو ښکرو والا ګډ د نِهر په غاړه ولاړ وو، او ښکرونه يې اوږدۀ وُو. او يو ښکر يې د بل نه اوږد وو خو دا وروستو لوئ شوے وو.


نو ما وليدل چې هغه ګډ د مغرب او شمال او جنوب طرف ته يې ښکرونه وهل. او يو ځناور هم د هغۀ مقابله نۀ شوه کولے، او هيچا څوک هم د هغۀ د زور نه خلاصولے نۀ شُو. څۀ چې يې زړۀ غوښتل هغه يې کول، هغه ډېر طاقتور شو.


د سيند دروازې کولاو کړے شوې دى، او محل په راغورزېدو دے.


خپلو فوجيانو ته وګوره، هغوئ ټول لکه د ښځو په شان کمزورى دى. ستا د مُلک دروازې، ستا دشمنانو ته خلاصې دى. اور د دې اړمونه سوزولى دى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan