4 هغوئ به د داسې واښو په شان ترقى کوى چې سيرابه وى، د هغه خاروَلو ونو په شان چې د اوبو د روانو نِهرونو په غاړه شوې وى.
د نيلوفر بوټى ورباندې سورے کوى، او د نِهر د غاړې د وَلو ونې د دې نه ګېرچاپېره تاو وى.
تاسو ته به پته ولګى چې ستاسو اولاد به ډېر وى، داسې بېشمېره لکه په زمکه چې واښۀ وى.
نو هغه به د داسې ونې په مثال وى، کومه ونه چې د ولې په غاړه نال وى، مېوه کوى په موسم کښې مېوه داره وى پاڼې يې تل شنې وى او په ژوندون کښې کاميابه وى.
ستاسو اولاد به د شګو په شان ډېر او بېشمېره وے، او ما به هيڅ امکان نۀ وے پرېښے چې د هغوئ نام و نشان زما د وړاندې نه ختم شى.“
نو زۀ به همېشه ستاسو لارښودنه کوم او په اوچ بيابان کښې به هم ستاسو حاجتونه پوره کوم. او زۀ به ستاسو وجود مضبوط کړم. تاسو به د يو داسې باغ په شان يئ چې ډېرې تېرې اوبۀ لرى، د هغه چينې په شان چې هيڅکله نۀ اوچيږى.
لکه څنګه چې زمکه شينکے راټوکوى او باغ خپل تخم زرغونوى، نو داسې به خُدائ تعالىٰ خلق صداقت ته جوړ کړى او دوئ به د ټولو قومونو په مخکښې د هغۀ ثناء او صِفت وکړى.
هغۀ ستا د مُلک نه دا بوټے راواخستو او په زرخيزه زمکه کښې يې وکَرلو. هغۀ دا لکه د خارولى په شان د روانو اوبو په غاړه وکَرلو.
په هغه ورځ د خپلو ونو نه ډېره ښۀ مېوه وشوکوئ، د کجورو څانګې او د پاڼو والا د ونو څانګې او د سيند د غاړې نه د خاروَلو ونې واخلئ او د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک په درناوى کښې اختر وکړئ.
خو ډېرو کسانو چې دا کلام واورېدو، ايمان يې راوړو او د سړو شمېر تقريباً پينځۀ زره کسانو ته ورسېدو.
سره د دې ډېرو سړو او ښځو په مالِک ايمان راوړو او د هغوئ په ډله کښې شامل شول.