Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشعياه 44:26 - Pakistani Yousafzai Pashto

26 زۀ د خپلو خِدمت کوونکو پېشګويانې پوره کوم او د خپلو پېغمبرانو منصوبې سر ته رسوم. زۀ د يروشلم په حقله وايم چې خلق به بيا هلته اوسيږى، او د يهوداه ښارونو ته وايم چې دا به بيا جوړ شى. او دا به د کنډرو نه په ښارونو بدل شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشعياه 44:26
53 Iomraidhean Croise  

د سامريه خلق راووتل او د شاميانو خېمې يې لوټ کړې. او لکه چې څنګه مالِک خُدائ فرمائيلى وُو، د سپينو زرو په يوه سيکه باندې درې کلو ښۀ اوړۀ يا شپږ کلو اوربشې خرڅېدلې.


اليشع په هغه وخت بادشاه ته فرمائيلى وُو چې سبا دا وخت به په سامريه کښې درې کلو ښۀ غنم يا شپږ کلو اوربشې د سپينو زرو په يوه سيکه باندې خرڅيږى،


نو د هغۀ سره هم دغه شان وشول، هغۀ د ښار د دروازې سره د خلقو د پښو لاندې شو او مړ شو.


اِمامان، ليويان او څۀ خلق په يروشلم کښې يا د دې سره نزدې دېره شول، موسيقاران، د مالِک خُدائ د کور څوکيداران او د مالِک خُدائ د کور خِدمتګاران په نزدې ښارونو کښې دېره شول، او باقى نور بنى اِسرائيليان په هغه ښارونو کښې دېره شول چرته چې د هغوئ پلار نيکۀ اوسېدلى وُو.


هغوئ ما ته ووئيل چې کوم کسان د جلاوطنۍ نه بچ شوى وُو او د يهوداه صُوبې ته واپس راغلى وُو هغوئ د لوئ تکليف او بې‌عزتۍ سره مخ وُو. هغوئ ما ته دا هم ووئيل چې د يروشلم دېوالونه تر اوسه پورې مات پراتۀ دى او د دې دروازې د هغه وخت نه بيا نۀ دى جوړې شوې چې د کوم وخت نه هغه په اور سوزولے شوې وې.


او جواب مې ورکړو، ”بادشاه سلامت، خُدائ دې تا له ډېر عُمر درکړى. زۀ به ولې خفه نۀ يم چې په کوم ښار کښې زما پلار نيکۀ ښخ شوى دى هغه تباه شوے دے او د هغې دروازې په اور تباه شوې دى؟“


هغه به د مسکينانو دُعا قبوله کړى، او هغه به د دوئ سوال ته سپک نظر نۀ کړى.


مالِک خُدائ يروشلم بيا آبادوى، هغه د بنى اِسرائيلو شړلى خلق راغونډوى.


خُدائ به صيون بچ کړى او دوباره به د يهوداه ښارونه آباد کړى، نو خلق به هغه ځائ کښې اوسيږى او دوئ ته به يې په ميراث کښې ورکړى.


د هغۀ د خِدمتګارانو اولاد ته به يې ميراث کښې ورکړى، هغوئ به په کښې اوسيږى څوک چې د هغۀ د نوم سره مينه کوى.


د مړ کولو او روغولو دپاره وخت مقرر وى، د راغورزولو او د آبادولو دپاره وخت مقرر وى.


اے صيونه، يو اوچت غر ته وخېژه او اعلان وکړه. اے يروشلمه، د اوچت آواز سره چغه ووهه، او يرېږئ مۀ. د يهوداه ښاريې ته ووايئ چې، ”ستاسو خُدائ پاک دا دے راروان دے.“


زما د خِدمت کوونکى په شان ړوند څوک دے؟ زما د پېغمبر په شان کُوڼ څوک دے څوک چې زۀ درلېږم؟ اګر چې ما هغۀ سره لوظ کړے دے خو بيا هم د مالِک خُدائ د خادِم په شان ړوند څوک نشته.


ما چې د کومو خبرو پېشګوئې کړې وه هغه رښتيا شوې دى. او اوس زۀ تاسو ته د نوؤ واقعو اعلان کوم. اوس به زۀ تاسو ته نوى څيزونه وښايم چې دا لا شوى هم نۀ وى.“


مالِک خُدائ فرمائى، ”کله چې ستاسو د بچ کېدو وخت راغلو، نو ما په تاسو نظر وکړو او د مدد دپاره مې ستاسو فرياد واورېدو. زۀ به ستاسو حِفاظت او ساتنه وکړم او ستاسو په ذريعه به د ټولو خلقو سره يو لوظ وکړم. او زۀ به يو ځل بيا تاسو په هغه مُلک کښې آباد کړم کوم مُلک چې اوس شاړ او ويجاړ پروت دے.


اے د يروشلم کنډرو، په يو ځائ د خوشحالۍ سندرې ووايئ. مالِک خُدائ به خپل ښار بچ کړى او خپلو خلقو له به تسلى ورکړى.


ځکه چې تاسو به خپل سرحدونه هر طرف ته خوارۀ کړئ، ستاسو اولاد به قومونه فتح کړى او چې کوم ښارونه خوشى دى نو هغه به دوباره آباد کړى.


زما کلام هم، هم دغسې دے. چې زما د خولې نه وځې نو خالى لاس به واپس نۀ راځى. دا به زما مرضى پوره کوى او په هغه هر څۀ کښې به کامياب وى د څۀ دپاره چې ما لېږلے وى.


او ستاسو هغه پخوانى کنډرات به دوباره آباد کړے شى. تاسو به تېرو نسلونو بنيادونه بيا آباد کړئ. او بيا به تاسو دېوالونه دوباره جوړولو والا، او لارې کوڅې دوباره آبادولو والا يادېږئ.“


د پردى مُلک خلق به ستا دېوالونه بيا جوړ کړى، او د هغوئ بادشاهان به ستا خِدمت کوى. ما په غصه کښې تا له سزا درکړه، خو اوس به زۀ خپل فضل سره په تا رحم وکړم.


هغوئ به پخوانى کنډرات بيا آباد کړى او د هغه ځايونو مرمت به وکړى کوم چې ډېره موده مخکښې تباه شوى وُو. هغوئ به هغه تباه شوى ښارونه بيا قائم کړى کوم چې تر ډېرو نسلونو پورې غېر آباد وُو.


نن ما تۀ په قومونو او بادشاهتونو باندې مقرر کړې، او تا ته مې په هغوئ د بېخ نه د راويستلو، او د هغوئ د رانسکورولو، بربادولو او د اخوا غورزولو، او په هغې د نورو د قائمولو او د کَرلو اختيار درکړو.“


خو کوم يو پېغمبر چې د خير او سلامتۍ پېشګوئې کوى نو هغه به په رښتيا سره په دې وپېژندلے شى چې د مالِک خُدائ له طرفه رالېږلے شوے دے کله چې د هغۀ پېشګوئې رښتيا شى.“


مالِک خُدائ فرمائى چې، زۀ به د يعقوب اولاد د غلامۍ نه واپس راولم او په هغوئ به رحم وکړم، د يروشلم تباه شوے ښار به هم هغه ځائ کښې دوباره آباد کړم، او زوړ محل به يې په خپل اصلى ځائ کښې ودروم.


زۀ به تا بيا آباد کړم، او تۀ به بيا آباد شې، اے پېغلې اِسرائيله. تۀ به بيا تمبل راواخلې او بهر به د ګډا دپاره په خوشحالۍ سره راووځې.


نو مالِک خُدائ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى چې، په دې مُلک کښې به بيا کورونه، پټى او د انګورو باغونه اخستل کيږى.“


آو، د بنيامين په علاقه، د يروشلم په خوا او شا، د يهوداه په ښارونو، غريزه علاقو، د غرونو په کلو، مغربى صحراګانو او په نجب کښې به زمکې د سپينو زرو سيکو باندې اخستلے کيږى او مهر شوى انتقالونه او ګواهان به په کښې نيولے کيږى، ځکه چې زۀ به دا قوم د غلامۍ نه واپس راولم. دا د مالِک خُدائ فرمان دے.“


زۀ به يهوداه او اِسرائيل د غلامۍ نه واپس راولم او هغوئ به بيا هغه شان آباد کړم لکه څنګه چې هغوئ وړاندې وُو.


زۀ به په تا کښې خلق زيات کړم، تر دې چې د بنى اِسرائيل ټول قوم به زيات کړم. ښارونه به بيا آباد شى او وران شوى ځايونه به بيا جوړ کړے شى.


مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، ولې تۀ هم هغه نۀ يې د چا چې ما ډېر پخوا د خپلو خِدمتګارانو د بنى اِسرائيلو د پېغمبرانو په وسيله خبرې کړې وې؟ په هغه وخت کښې هغوئ تر ډېرو کالونو پورې پېشګوئې وکړه چې زۀ به تا د هغوئ خلاف راولم.“


تا په مونږ د افت راوستلو په ذريعه څۀ چې دې زمونږ د بادشاهانو په خلاف فرمائيلى وُو هغه دې پوره کړل. د آسمان د لاندې هيڅکله هم داسې افتونه نۀ دى راغلى لکه څنګه چې په يروشلم راغلل.


په دې غور وکړئ او ځان پرې پوهه کړئ. دوه شپېتۀ وارې اووۀ کاله به تير شى د کوم وخت نه چې د يروشلم د بيا جوړولو حُکم ورکړے شوے دے ترڅو چې مالِک خُدائ مسح کړے شوے بادشاه راشى. يروشلم به سره د کوڅو او حِفاظتى خندقونو جوړ کړے شى، خو کۀ څۀ هم چې په يروونکى وخت کښې وى.


زۀ به خپل جلاوطنه خلق بنى اِسرائيل واپس راولم، هغوئ به خپل کنډر شوى ښارونه بيا آباد کړى او په کښې به اوسيږى، هغوئ به د انګورو باغونه وکَرى او د دې مے به څښى، هغوئ به باغونه وکَرى او د دې مېوه به خورى.


بيا حجى، د خُدائ پاک پېغمبر، خلقو ته د مالِک خُدائ دا پېغام ورسولو، ”زۀ ستاسو مل يم، مالِک خُدائ فرمائى.“


نو دا هم ووايه، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى چې، زما ښارونه به بيا د برکت نه ډک شى، او مالِک خُدائ به بيا صيون له تسلى ورکړى او يروشلم به لکه د خپل ښار دوباره غوره کړى.“


خو هر څۀ چې ما د خپلو خِدمتګارانو پېغمبرانو په وسيله ستاسو پلار نيکۀ ته وفرمائيل، هم هغه شان وشُو لکه څنګه چې ما حکم ورکړے وو. نو بيا هغوئ توبه وويسته او وې وئيل، مالِک خُدائ ربُ الافواج مونږ سره هغه څۀ وکړل د کوم چې زمونږ طريقې او عملونه حقدار وُو، هغۀ مونږ سره هغه څۀ وکړل د څۀ کولو چې هغۀ اراده کړې وه.“


په هغه ورځ به زۀ د يهوداه حکمرانان لکه د لرګو اور، لکه لمبه وهونکى مشعل چې د غنمو د ګېډۍ په مينځ کښې وى جوړ کړم. دا به ښى او ګس طرف ته ګېرچاپېره ټول خلق وسوزوى، خو يروشلم به په خپل ځائ روغ رمټ پاتې شى.


او هغې ته يې وفرمائيل، ”په منډه لاړ شه، هغه ځوان سړى ته ووايه چې يروشلم به د دېوالونو نه بغېر ښار وى ځکه چې دې کښې به انسانان او ځناور په ډېر لوئ تعداد وى.


خو دا هر څۀ هم ځکه وشول چې د نبيانو صحيفې پوره شى.“ نو بيا ټولو مريدانو هغه يواځې پرېښودو او ترې وتښتېدل.


زۀ تاسو ته رښتيا وايم، ترڅو پورې چې آسمان او زمکه ختم شوى نۀ وى نو د شريعت يو حرف يا د حرف نه يو زبر قدرې به ختم نۀ شى، ترڅو چې دا هر څۀ سر ته رسېدلى نۀ وى.


عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”دا زما هغه کلام دے چې کله زۀ تاسو سره وم نو درته به مې وئيل چې د موسىٰ په شريعت کښې د نبيانو په صحيفو کښې او په زبور کښې چې څۀ زما په حقله ليکلے شوى دى، هغه به ضرور پوره شى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan