Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشعياه 44:23 - Pakistani Yousafzai Pashto

23 اے آسمانونو، د خوشحالۍ نه چغې ووهئ، ځکه چې مالِک خُدائ هر څۀ وکړل. د زمکې ژورو ځايونو، چغې ووهئ. غرونو او د ځنګل هرې ونې، د خوشحالۍ نه چغې ووهئ. مالِک خُدائ خپل خلق بنى اِسرائيليان بچ کړل او خپله لوئى يې وښودله.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشعياه 44:23
40 Iomraidhean Croise  

اے آسمانه او اے زمکې، خوشحالى وکړئ، قومونو ته ووايئ چې مالِک خُدائ بادشاه دے.


سمندر او په هغې کښې مخلوق دې وغړمبيږى، پټى او په دې کښې هر څۀ دې خوشحالى وکړى.


د ځنګل ونې به د خوشحالۍ نه چغې ووهى. هغه وخت چې مالِک خُدائ په زمکه بادشاهۍ له راځى.


د زمکې نه د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ، اے د لويو سمندرونو مخلوقه او د ټولو سمندرونو لاندې بېخ کښې چې اوسېږئ.


تاسو غرونو او ټولو غونډو، مېوه دارو ونو او ټولو ديارونو.


د څرند ځايونه د رمو نه ډک شو، او ټول پټى د دانو نه ډک شو. هر څيز نعرې وهى او د خوشحالۍ سندرې وائى.


اے زمکې او آسمانه د خُدائ ثناء ووايئ، سمندرونو او هر څۀ چې په کښې ګرځى.


خُدائ به صيون بچ کړى او دوباره به د يهوداه ښارونه آباد کړى، نو خلق به هغه ځائ کښې اوسيږى او دوئ ته به يې په ميراث کښې ورکړى.


ستا لاس کښې زور دے، ستا لاسونه قوى دى ستا ښے لاس لوئ دے.


چې کله يترو دا هر څۀ واورېدل، نو هغه ډېر خوشحاله شو


مالِک خُدائ چې کوم لوئ لوئ کارونه کړى دى نو د هغې په وجه د هغۀ حمد‌و‌ثناء کوئ. او ټولې دُنيا ته دې د دې خبر ورسيږى.


اے مالِکه خُدايه، تا خپل قوم له ترقى ورکړې ده، تا خپل قوم لوئ کړے دے او خپله لوئى دې څرګنده کړې ده. ستا د وجې د هغوئ علاقه په هر طرف باندې خوره شوې ده.


اے بنى اِسرائيلو، هغه مالِک خُدائ چا چې تاسو پېدا کړى يئ هغه فرمائى چې، ”يرېږئ مه، ځکه چې ما تاسو په بيعه اخستى يئ. ما تاسو ته په نوم آواز کړے دے، تاسو زما يئ.


هغه څوک چې زما خپل خلق دى، کوم چې ما د دې دپاره پېدا کړى دى چې زما د جلال سبب جوړ شى.“


ما خپل خلاصون نزدې راوړے دے، هغه لرې نۀ دے. زما خلاصون راتلو کښې به وخت نۀ لګى. زۀ به يروشلم بچ کړم او بنى اِسرائيلو ته به خپل شان او شوکت وښايم.“


اے آسمانه، د خوشحالۍ چغې وهه. اے زمکې، خوشحالى وکړه. اے غرونو، د خوشحالۍ سندرې ووايئ. ځکه چې مالِک خُدائ خپلو خلقو له تسلى ورکړې ده، او هغه به په خپلو کړېدلو خلقو رحم وکړى.


هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”تۀ زما خِدمت کوونکے بنى اِسرائيل يې، ستا په وجه به زما نوم ته جلال ملاويږى.“


اے د يروشلم کنډرو، په يو ځائ د خوشحالۍ سندرې ووايئ. مالِک خُدائ به خپل ښار بچ کړى او خپلو خلقو له به تسلى ورکړى.


ستا د قوم ټول خلق به صادقان وى، او هغه مُلک به د همېشه دپاره د هغوئ په قبضه کښې وى. ما هغوئ په خپلو لاسونو لکه د ونو په شان کَرلى دى، ترڅو خپله لوئى او جلال ټولو ته ښکاره کړم.


څوک چې په صيون کښې ماتم کوى نو هغوئ له به د ايرو په ځائ ښائسته تاج ورکړم، او د غم په ځائ به خوشحالى ورکړم، او د پرېشانۍ په ځائ به حمد‌و‌ثناء ورکړم. هغوئ به په خپل صداقت کښې د څېړۍ د داسې ونو په شان وى چې مالِک خُدائ په خپله د خپل جلال دپاره کَرلى وى.


مالِک خُدائ به د بنى اِسرائيلو فديه ورکړى او هغوئ به د هغه کسانو نه آزاد کړى چې د دوئ نه زورَور دى.


نو بيا به آسمان او زمکه او هر څۀ چې په کښې دى د بابل په شکست د خوشحالۍ چغې ووهى، ځکه چې د شمال نه به تباه کوونکى فوجيان په هغۀ حمله وکړى، دا د مالِک خُدائ فرمان دے.


مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، کله چې ټوله دُنيا د خوشحالۍ نه خوند اخلى، زۀ به تاسو شاړ کړم.


”اے بنى آدمه، د بنى اِسرائيلو غرونو ته پېشګوئې وکړه او ووايه، اے د بنى اِسرائيل غرونو، د مالِک خُدائ کلام واورئ.


بلکې تاسو به، اے د بنى اِسرائيل غرونو، څانګې او ډېره مېوه زما د خلقو بنى اِسرائيلو دپاره وکړئ، ځکه چې هغوئ به ډېر زر خپل کور ته راشى.


د هغه مُلک ټول خلق به د هغوئ په ښخولو کښې مدد وکړى، په دې ورځ چې زۀ په دُنيا باندې خپل جلال څرګند کړم، نو دا کار به د دوئ دپاره د عزت باعث شى، مالِک قادر مطلق خُدائ دا فرمائى.


هغۀ ته دې په جماعت کښې او په عيسىٰ مسيح کښې د تل دپاره نسل در نسل جلال وى. آمين.


د هغۀ د بره ختلو نه څۀ مطلب دے بې له دې نه چې هغه د زمکې ښکته برخې ته هم کوز شوے وو.


کۀ څوک څۀ پېغام ورکوى نو داسې وينا دې وکړى لکه څنګه چې د خُدائ پاک کلام دے، کۀ څوک خِدمت کوى نو د هغه طاقت په مطابق دې کوى کوم چې خُدائ پاک ورکړے وى، نو د دې دپاره چې په ټولو خبرو کښې د عيسىٰ مسيح په وسيله د خُدائ پاک جلال ظاهر شى. جلال او بادشاهى تل تر تله هم د هغۀ ده، آمين.


نو اے آسمانونو او په دې کښې اوسېدونکو خلقو، خوشحالى کوئ. خو اے زمکې او سمندره، په تاسو دې افسوس وى ځکه چې اِبليس ډېر په غصه تاسو ته ښکته راغلو ځکه چې هغه خبر دے چې د هغۀ وخت لنډ دے.“


د هغې د اَنجام په ليدو اے آسمانه خوشحالى وکړه، اے مقدسينو، رسولانو او نبيانو، په هغې خوشحالۍ وکړئ، ځکه چې خُدائ پاک ستاسو د انتقام اخستو په وجه په هغې د عدالت فېصله وکړه.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan