يشعياه 44:22 - Pakistani Yousafzai Pashto22 ما ستاسو ګناهونه د وريځې په شان لرې کړې دى. ما ستاسو ګناهونه داسې لرې کړې دى لکه چې نمر سخت دُهند لرې کوى. ما له راواپس شئ، زۀ هغه ذات يم څوک چې تاسو بچ کوى.“ Faic an caibideil |
مالِک خُدائ فرمائى، ”کۀ يو سړے خپله ښځه طلاقه کړى او د هغۀ نه جدا شى او بيا هغه د بل چا سره وادۀ وکړى نو آيا بيا اول خاوند ته د دې سره د دوباره وادۀ کولو اجازت شته څۀ؟ بلکل نه، ولې چې په داسې کولو به ټوله زمکه پوره پليته نۀ شى څۀ؟ خو اے اِسرائيله لکه څنګه چې يوه زناکاره ښځه په ډېرو سړو پسې ګرځى دغه شان تاسو په ډېرو بُتانو پسې وګرځېدئ نو اوس تاسو غواړئ چې ما ته دوباره راشئ څۀ؟