21 مالِک خُدائ فرمائى، ”اے بنى اِسرائيلو، دا خبره ياده ساتئ، تاسو زما خِدمت کوونکى يئ. ما تاسو د دې دپاره پېدا کړئ چې زما خِدمت کوونکى يئ، او زۀ به تاسو هيڅکله نۀ هېروم.
د ونو څانګې اوچې شوې او ماتې شوې دى او ښځې يې د خشاک په توګه راغونډوى. خلق په هيڅ څيز باندې هم ځان نه پوهوى نو په دې وجه چا چې هغوئ پېدا کړى دى ورباندې هيڅ رحم نۀ کوى، چا چې هغوئ تخليق کړى دى ورباندې هيڅ ترس نۀ کوى.
نو اے بنى اِسرائيلو، تاسو شکايت ولې کوئ چې مالِک خُدائ ستاسو په تکليفونو باندې خبر نۀ دے يا چې ستاسو سره بېاِنصافى کيږى نو تاسو وايئ چې هغه ستاسو خيال نۀ ساتى؟
په تاسو کښې به څوک دې ته غوږ ونيسى؟ د راتلونکى وخت دپاره به څوک دې ته پام وکړى؟
اے بنى اِسرائيلو، هغه مالِک خُدائ چا چې تاسو پېدا کړى يئ هغه فرمائى چې، ”يرېږئ مه، ځکه چې ما تاسو په بيعه اخستى يئ. ما تاسو ته په نوم آواز کړے دے، تاسو زما يئ.
زۀ مالِک خُدائ، ستاسو مقدس خُدائ پاک يم. زۀ د بنى اِسرائيلو خالق ستاسو بادشاه يم.“
هغه څوک چې زما خپل خلق دى، کوم چې ما د دې دپاره پېدا کړى دى چې زما د جلال سبب جوړ شى.“
اګر کۀ ما هغوئ په قومونو کښې خوارۀ وارۀ کړى دى خو په لرې مُلکونو کښې به هغوئ ما ياد ساتى. هغوئ او د هغوئ بچى به ژوندى پاتې شى، او واپس به راشى.
هغوئ خپل خُدائ پاک خپل خلاصونکے هېر کړو، چا چې هغوئ له ژوند ورکړے وو.
پام کوئ. مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک چې تاسو سره کوم لوظ کړے دے هغه مۀ هېروئ. د هغۀ حُکم منئ چې يو قِسم بُت هم مۀ جوړَوئ
پام کوئ. او دا خبره يقينى کړئ چې تر کومې پورې تاسو ژوندى يئ نو څۀ چې مو په خپلو سترګو ليدلى دى هغه مۀ هېروئ. خپل بچى او نمسى د هغه ورځې نه خبر کړئ،