16 هغه د څۀ لرګو نه اور بل کړى، هغه ورباندې غوښه سره کړى، وې خورى او موړ شى. هغه ورباندې خپل ځان تود کړى او وائى، ”دا څومره تود او زبردست اور دے.“
هغوئ د يروشلم د خُدائ پاک په حقله هم هغه شان خبرې وکړې چې د نورو خلقو د خُدايانو په حقله يې کولې، د هغه بُتانو چې د انسان لاسونو جوړ کړى وُو.
شترمرغ خپلې هګۍ د دې دپاره په زمکه پرېږدى، چې ګرمى شى،
يو کس به د ونې څۀ حِصه د خشاک دپاره استعمال کړى او د څۀ حِصې نه به يې اور بل کړى چې خپل ځان پرې تود کړى او روټۍ ورباندې پخه کړى. او دا هم يو حقيقت دے چې د څۀ حِصې نه به يې يو بُت جوړ کړى او عبادت به يې کوى.
کوم لرګے چې پاتې شى نو د هغې نه يو بُت جوړ کړى او بيا ورته هغه ټيټيږى او عبادت يې کوى. هغه دې ته سوال کوى او ورته وائى، ”تۀ زما خُدائ يې، تۀ ما بچ کړه.“
هغوئ په اور کښې د سوزېدونکى بوسو په شان دى چې خپل ځان د دې د لمبو نه نۀ شى بچ کولے. دا به د سکرو اور نۀ وى چې انسان ورته کښېنى او ځان ګرم کړى.