14 کاريګر د دِيار ونې ووهى چې د هغې نه کار واخلى، يا د ځنګل د څېړۍ ونه يا د دِيار ونه خوښه کړى. يا هغه د نختر ونه وکَرى او د باران سره دا را غټه شى.
کوم سړے چې سرۀ زر يا سپين زر نۀ شى اخستلے هغه به داسې لرګى خوښوى چې نۀ ورَستيږى. هغه يو ماهِر کاريګر لټوى چې يو داسې بُت جوړ کړى چې نۀ غورزيږى.
ترکاڼ د لرګى ناپ واخلى. هغه په دې باندې کرښې وهى، دا لرګے د خپل آوزار سره وتراشى او د يو بنى آدم شکل ترې نه جوړ کړى، چې د يو انسان په شان ښائسته صورت لرى، د دې دپاره چې په يو بُتخانه کښې يې ولګوى.
يو کس به د ونې څۀ حِصه د خشاک دپاره استعمال کړى او د څۀ حِصې نه به يې اور بل کړى چې خپل ځان پرې تود کړى او روټۍ ورباندې پخه کړى. او دا هم يو حقيقت دے چې د څۀ حِصې نه به يې يو بُت جوړ کړى او عبادت به يې کوى.
هغوئ خپلو د لرګى بُتانو سره مشوره کوى، د هغوئ خيال دا وى چې د هغوئ امسا هغوئ ته د راتلونکى وخت حال وئيلے شى. د هغوئ د بُت پرستۍ شوق هغوئ لکه د زناکاره ښځې په غلطه لار روان کړى دى. هغوئ زنا کړې ده چې خپل خُدائ پاک يې پرېښے دے.
افسوس په هغوئ څوک چې لرګى ته وائى، ژوندے شه. يا بېساه کاڼى ته وائى، پاڅه. آيا دا دوئ ته هدايت ورکولے شى؟ دا په سرو او سپينو زرو پټ وى، خو په کښې ساه نۀ وى.