Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشعياه 44:13 - Pakistani Yousafzai Pashto

13 ترکاڼ د لرګى ناپ واخلى. هغه په دې باندې کرښې وهى، دا لرګے د خپل آوزار سره وتراشى او د يو بنى آدم شکل ترې نه جوړ کړى، چې د يو انسان په شان ښائسته صورت لرى، د دې دپاره چې په يو بُت‌خانه کښې يې ولګوى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشعياه 44:13
18 Iomraidhean Croise  

لابن د خپلو ګډو نه وړۍ کلولو دپاره تلے وو او چې هغه نۀ وو نو راحيل د خپل پلار د کور بُتان پټ کړل.


ما ته پته وه چې تۀ ځې ځکه چې تۀ واپس کور له تلو ته ډېر بې‌صبره وې، خو زما د کور هغه بُتان دې ولې پټ کړل؟“


خو کۀ تا دلته د چا سره هم ستا بُتان پېدا کړل، نو هغه به ژوندے نۀ شى پرېښودلے. دلته زمونږ د خپلوانو په مخکښې يې وګوره، چې ستا څۀ څيز هم وى نو خپل څيز يوسه.“ يعقوب ته پته نۀ وه چې د لابن بُتان راحيل پټ کړى وُو.


نو يعقوب خپل خاندان ته او هغه ټولو ته چې د هغۀ سره وُو ووئيل، ”تاسو سره چې کوم پردى بُتان دى هغه وغورزوئ، خپل ځانونه پاک کړئ او صفا جامې واغوندئ.


ترکاڼ د زرګر حوصله افزائى کوى، او څوک چې بُت په ټکولو باندې هواروى د هغه سړى حوصله افزائى کوى څوک چې دا په مېخونو يو ځائ کوى او وائى، ”اوس ټيک دے.“ او بيا دا بُت هغوئ په مېخونو باندې مضبوطوى چې ونۀ غورزيږى.


کاريګر د دِيار ونې ووهى چې د هغې نه کار واخلى، يا د ځنګل د څېړۍ ونه يا د دِيار ونه خوښه کړى. يا هغه د نختر ونه وکَرى او د باران سره دا را غټه شى.


نو بيا زۀ دننه لاړم او ومې ليدل چې، په دېوالونو باندې د هر قسمه مارانو او چينجو او پليتو ځناورو تصويرونه جوړ شوى وُو. او ما د بنى اِسرائيلو ټول بُتان وليدل چې هغوئ يې عبادت کولو.


د بنى اِسرائيل د قوم اويا مشران هلته ولاړ وُو، او د هغوئ په مينځ کښې يازنياه د سافن زوئ هم ولاړ وو. او د هر يو مشر په لاس کښې د خوشبو سوزولو مجمر وو او ترې نه د خوشبو د لوګو لوخړې ختلې.


نو بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې، ”اے بنى آدمه، تا هغه څۀ وليدل کوم چې د اِسرائيلو مشرانو په تيارۀ کوټه کښې هر يو د خپل معبود د زيارت دپاره کول؟ هغوئ دا وائى چې، مالِک خُدائ مونږ نۀ وينى، مالِک خُدائ دا مُلک پرېښے دے.“


نو چې مونږ د خُدائ پاک اولاد يُو نو بيا مونږ ته دا سوچ کول مناسب نۀ دى چې د خُدائ ذات لکه د سرو زرو، د سپينو زرو يا د کاڼى د بُت په شان وګڼو چې بنى آدم په خپله پوهه او هُنر سره جوړ کړى وى.


او هغوئ د ابدى او لوئ خُدائ پاک په ځائ د فانى انسان، د مارغانو، د ځناورو او مارانو په شکل څيزونو عبادت وکړو.


د خُدائ پاک لعنت دې وى په هغه چا څوک چې د کاڼى، لرګى، يا د ويلې کړے شوے څۀ څيز نه بُت جوړ کړى او په پټه د هغې عبادت کوى، مالِک خُدائ د بُت پرستۍ نه نفرت کوى. نو ټول قوم به په جواب کښې ووائى، آمين.


هلته به تاسو د داسې معبودانو خِدمت کوئ چې انسان جوړ کړى وى، د لرګو او د کاڼو معبودان، هغه معبودان چې نۀ ليدل او نۀ اورېدل کولے شى، نۀ خوراک او نۀ بويول کولے شى.


ميکاه ورته په جواب کښې ووئيل، ”مطلب دې څۀ دے، څۀ خبره ده؟ تۀ زما اِمام بوځې او زما جوړ کړى معبودان اوړې او ځې نو نور زما سره څۀ پاتې کيږى؟“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan