8 هغه خلق راولئ د چا چې سترګې شته، خو هغوئ ړاندۀ دى، د چا چې غوږونه شته، خو هغوئ کاڼۀ دى.
کله چې هغه وخت راشى، نو کاڼۀ به د کِتاب تلاوت اورى او ړاندۀ به د تورتم او تيارۀ نه رابهر شى او وينى به.
نو هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”لاړ شه او دې قوم ته دا پېغام ورسوه، ”هر څومره کۀ تاسو واورئ خو تاسو به پرې پوهه نۀ شئ، هر څومره کۀ ورته ګورئ نو تاسو به پرې پوهېږئ نه.“
اے کم عقلو او بېشعوره خلقو، تاسو سترګې لرئ خو وينئ نه او غوږونه لرئ خو اورئ نه، ما ته غوږ ونيسئ.
”اے بنى آدمه، تۀ د سرکشه قوم په مينځ کښې اوسېږې. هغوئ د کتلو دپاره سترګې لرى خو نۀ وينى او د اورېدو دپاره غوږونه لرى خو اورى نه، ځکه چې هغوئ سرکشه خلق دى.
لکه څنګه چې صحيفې وائى، زۀ چې څۀ کوم هغوئ به يې په سترګو وينى، خو څۀ به هم ترې نۀ زده کوى، هغوئ به اورى خو پوهيږى به پرې نه، ګنې نو هغوئ به خُدائ پاک ته راوګرځى او وبه بخښلے شى.“