تاسو ما د دُنيا د سرونو نه راوستلئ، ما تاسو د دې لرې ګوټونو نه راوغوښتلئ او ما تاسو ته وفرمائيل، ”تاسو زما خِدمت کوونکى يئ. ما تاسو غوره کړئ او رد مې نۀ کړئ.“
ګېرچاپېره نظر وګرځوه او وګوره. ستا خلق راغونډيږى او هغوئ کورونو ته راروان دى. مالِک خُدائ فرمائى چې زما دې په خپل ذات قسم وى، هغوئ به تا ته داسې راغونډ شى لکه څنګه چې په ناوې کالى امبار وى.
د هغوئ نسل به په قومونو کښې او د هغوئ اولاد به په اُمتونو کښې مشهور شى، هر څوک چې هغوئ وګورى نو پته به ورته لګى چې دا هغه خلق دى چا له چې مالِک خُدائ برکت ورکړے دے.“
مالِک خُدائ فرمائى چې، ”نو هغه ورځې راتلونکې دى چې خلق به نور داسې قسم نۀ خورى چې په هغه ژوندى خُدائ مو دې قسم وى چا چې بنى اِسرائيل د مِصر نه رابهر کړل،
تاسو چې په دغه مُلک کومې افواه ګانې اورئ نو چې د هغې په وجه نۀ بېزړۀ شئ او نۀ ويرېږئ. دا افواه به کال په کال راځى. ظلم او فساد به مُلک کښې راوچت شى او بادشاهان به د يو بل سره جنګونه کوى.