4 زما په نظر کښې تاسو قيمتى او عزتمند يئ، او تاسو په ما ګران يئ. نو په دې وجه به زۀ ستاسو په ځائ خلق ورکړم او ستاسو د ژوند په بدله کښې به زۀ قومونه ورکړم.
خو زما د پېدا کېدو نه مخکښې، مالِک خُدائ زۀ مقرر کړم، هغۀ زۀ د دې دپاره خپل خِدمت کوونکے جوړ کړم چې د هغۀ خلق واپس راولم، او دا چې بنى اِسرائيليان د هغۀ د حضور وړاندې راغونډ کړم. مالِک خُدائ ما له عزت راکوى، او هغۀ ما له طاقت راکړے دے.