Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشعياه 43:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم، زۀ د بنى اِسرائيلو هغه مقدس ذات يم، چې ستاسو خلاصونکے يم. ستاسو د آزادولو دپاره زۀ مِصر ورکوم، ستا په ځائ زۀ ايتهوپيا او سِيبا ورکوم.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشعياه 43:3
29 Iomraidhean Croise  

د کوش اولاد د سِيبا، حويله، سبته، راماه او د سبتيکه خلق دى. د راماه اولاد د شيبا او د ددان خلق دى.


هغۀ ته به د ترسيس بادشاهان او د لرو لرو جزيرو نه قلنګ راوړى، هغۀ ته به د شيبا او سِيبا بادشاهان تحفې راوړى.


د فِرعون درباريانو هغۀ ته ووئيل، ”دا سړے به تر کومې پورې مونږ له تکليف راکوى؟ دا خلق تلو ته پرېږده، نو چې دوئ د مالِک خُدائ، خپل خُدائ پاک عبادت وکړى. تا ته پته نۀ لګى چې مِصر تباه شو؟“


”زۀ مالِک خُدائ، ستاسو خُدائ پاک يم چا چې تاسو د مِصر د مُلک نه راوويستلئ، کوم چې د غلامۍ مُلک وو.


صادق سړے د تکليفونو نه خلاص وى، او دا تکليفونه د هغوئ په ځائ په بدعمله خلقو باندې راځى.


د صادقانو په ځائ بدکاران سزاوار شو، او د هغوئ په ځائ د نافرمانو فديه ورکړے شوه.


دا به په مِصر کښې د مالِک خُدائ ربُ الافواج د موجودګۍ نښې وى. کله چې هلته د خلقو سره ظلم زياتے کيږى او د مدد دپاره مالِک خُدائ ته آواز وکړى، نو هغه به د هغوئ د بچ کولو دپاره خلاصونکے ورلېږى.


نو بيا مالِک خُدائ وفرمائيل، ”زما خِدمت کوونکے يشعياه درې کاله بربنډ او بغېر د څپلو نه ګرځېدلے دے. دا د هغې نښه ده چې په مِصر او ايتهوپيا باندې به څۀ کيږى.


زمونږ د لارې نه اخوا شئ او زمونږ مخه مۀ نيسئ. مونږ ستاسو د بنى اِسرائيلو د مقدس ذات په حقله اورېدل نۀ غواړُو.“


مالِک خُدائ فرمائى، ”اے بنى اِسرائيلو، تاسو واړۀ او کمزورى يئ، خو يرېږئ مه، زۀ به ستاسو مدد کوم. زۀ د بنى اِسرائيلو مقدس ذات يم، زۀ هغه هستى يم څوک چې تاسو بچ کوى.


زۀ مالِک خُدائ يم. او هم دا زما نوم دے. زۀ به خپل جلال بل هيچا ته نۀ ورکوم، او زما په ثناء صِفت کښې به بُتانو ته هيڅ برخه نۀ ملاويږى.


زۀ، صرف زۀ مالِک خُدائ يم، او زما نه بغېر بل څوک خلاصونکے نشته.


مالِک خُدائ فرمائى، ”د مِصر او ايتهوپيا مال دولت به ستاسو وى، او د سبائيانو لوَړ لوَړ سړى به ستاسو غلامان وى، هغوئ به په تاسو پسې په زنځيرونو کښې روان وى. هغوئ به تاسو ته ټيټ شى او اِقرار به وکړى چې، خُدائ پاک ستاسو مل دے، صرف هغه خُدائ پاک دے. د هغۀ نه بغېر بل خُدائ نشته.“


بې‌شکه تۀ هغه خُدائ يې څوک چې ځان پټ ساتى، اے د بنى اِسرائيلو خُدائ پاکه، خلاصونکيه.


راشئ او خپله مقدمه په عدالت کښې پېش کړئ، بې‌شکه اول د يو بل سره مشوره وکړئ. ډېر پخوا دا پېشګوئې چا ورکړې وه؟ ولې ما مالِک خُدائ ډېره موده مخکښې دا اعلان نۀ وو کړے؟ ځکه چې بغېر زما نه بل يو خُدائ هم نشته. زۀ خلاصونکے او صادق خُدائ يم. زما نه بغېر بل يو خُدائ هم نشته.


چا چې په تا ظلم کړے دے زۀ به په هغوئ باندې د هغوئ خپله غوښه وخوروم، هغوئ به د خپلې وينې په څښلو سره د ميو په شان په نشه کښې وى. نو داسې به بيا ټولو انسانانو ته پته ولګى چې زۀ مالِک خُدائ يم، زۀ هغه ذات يم څوک چې تاسو بچ کوى او تاسو آزادوى او د بنى اِسرائيلو طاقتور ذات يم.“


طاقتور بادشاهان او زورَور قومونه به ستا هر ضرورت پوره کړى، داسې لکه چې تۀ يو ماشوم يې او د مَلِکې سينه روې. بيا به تا ته پته ولګى چې زۀ مالِک خُدائ ستاسو خلاصونکے، حفاظت کوونکے د بنى اِسرائيلو طاقتور حکمران يم.


هغۀ وفرمائيل، ”دوئ زما خپل خلق دى، يقيناً چې هغوئ به ما سره دوکه نۀ کوى.“ او هغه د هغوئ خلاصونکے جوړ شو.


اے مالِکه خُدايه صرف تۀ د بنى اِسرائيلو اُميد يې، او د تکليف په وخت کښې زمونږ خلاصونکے يې. نو بيا ولې تۀ لکه د يو مسافر په شان يې چې زمونږ په مُلک کښې صرف يوه شپه تېره کړى او بيا ځى؟


”نو په دې وجه به زۀ هغوئ ته په دې وخت کښې د خپل زور او طاقت په حقله تعليم ورکړم. نو بيا به هغوئ په دې باندې پوهه شى چې زما نوم مالِک خُدائ دے.“


زۀ به خپل مقدس نوم د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو په مينځ کښې څرګند کړم. زۀ به نور خپل مقدس نوم بې‌حرمتۍ ته پرې نۀ ږدم، او قومونه به پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ په بنى اِسرائيلو کښې مقدس ذات يم.


خو زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم، چا چې تاسو د مِصر نه راوويستلئ. زما نه بغېر بل خُدائ مۀ منئ ځکه چې زما نه بغېر بل خلاصونکے نشته.


زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم او تاسو خپل ځانونه پاک او مقدس ساتئ، ځکه چې زۀ مقدس يم.


مالِک خُدائ فرمائى، ”اے بنى اِسرائيلو، ولې تاسو ګنې ما ته د ايتهوپيا د خلقو نه ډېر اهم نۀ يئ څۀ؟ ما بنى اِسرائيل د مِصر نه راوويستل، خو ما فلستيان هم د کريتې نه او آراميان مې د قير نه هم راوويستل.


ډېره خوشحالى وکړه، اے صيون لورې. د خوشحالۍ نه چغې ووهه، د يروشلم لورې. وګورئ، ستاسو بادشاه تاسو ته راروان دے، هغه صادق او خلاصونکے دے، هغه حليم او په خرۀ سور دے، په کوچاڼى يعنې په کوچى باندې.


د ايکې يو خُدائ پاک چې د مالِک عيسىٰ مسيح په وسيله زمونږ خلاصونکے دے، د هغۀ دې جلال، شان و شوکت، قُدرت او اختيار د ازل نه، اوس او تل تر تله وى. آمين.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan