Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشعياه 43:23 - Pakistani Yousafzai Pashto

23 تاسو ما له د ګډو خپلې سوزېدونکې نذرانې رانۀ وړلې، تاسو د قربانو سره زما درناوے ونۀ کړو. په تاسو مې بوج وانۀ چولو چې نذرانې مې درنه غوښتے وے او تنګ مې نۀ کړئ چې خوشبودارې مصالحې مې درنه غوښتے وے.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشعياه 43:23
19 Iomraidhean Croise  

ما ته دا پته هم ولګېده چې د خُدائ پاک د کور موسيقاران او نور ليويان د يروشلم نه تلى دى او خپلو پټو ته واپس شوى دى، دا ځکه چې خلقو هغوئ له دومره خوراک ورکولے نۀ شو چې ګزاره ورباندې کېدله.


مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”د دې خوشبودارو مصالحو يوه يوه برابره حِصه واخله، مُر، صدف، کنډ او سوچه لوبان.


مالِک خُدائ د بدکارانو د قربانۍ نه نفرت کوى، خو د نېکانو دُعا هغه خوشحالوى.


د بدکاره د قربانۍ نه مالِک خُدائ کرکه کوى، نو د هغې نه به نور څومره کرکه کوى کومه چې په بدنېتۍ سره کيږى.


په خپل مال دولت سره د مالِک خُدائ عزت کوه، او د خپل ټول فصل په وړومبۍ مېوې سره.


خو څوک چې غوَيے حلال کړى هغه داسې دے لکه چې انسان حلال کړى، څوک چې يو ګډُورے حلال کړى هغه داسې دے لکه چې د يو سپى څټ مات کړى، څوک چې د غلې نذرانه پېش کړى هغه داسې دے لکه چې د خنزير وينه پېش کړى، څوک چې خوشبوئى پېش کړى هغه داسې دے لکه چې بُت پرستى وکړى. دې خلقو خپلې غلطې لارې خوښې کړې دى، او د دوئ ځان په خپلو حرامو څيزونو خوشحاليږى.


ربُ الافواج مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک داسې فرمائى، ”خپلې سوزېدونکې نذرانې او نورې قربانۍ واخلئ او په خپله يې غوښې وخورئ.


ځکه کله چې ما ستاسو پلار نيکۀ د مِصر نه بهر راوويستل او هغوئ سره مې خبرې وکړې او خپل حُکمونه مې دوئ له ورکړل، نو ما هغوئ له د سوزېدونکو نذرانو او د قربانۍ په حقله حُکم نۀ وو ورکړے.


کله چې څوک مالِک خُدائ ته يوه د غلې نذرانه پېش کوى، نو هغه دې ښۀ اوړۀ وى. د زيتُونو تېل او خوشبودار لوبان دې په کښې واچوى،


په هر ډيرى باندې څۀ سوچه لوبان واچوه، دا به مالِک خُدائ ته په اور تيارېدونکې نذرانې د يوې نښې په شان وى چې د روټۍ په ځائ پېش کيږى.


اے بنى اِسرائيلو، کله چې تاسو د څلوېښتو کالو دپاره په بيابان کښې وئ نو ما ته مو کله قربانۍ او نذرانې راوړې دى څۀ؟


”زما خلقو، ما تاسو سره څۀ کړى دى؟ ما په تاسو څۀ بوج اچولے دے؟ ما له جواب راکړئ.


خو زۀ وايم چې، ولې يو سړے د خُدائ پاک نه غلا کولے شى څۀ؟ خو باوجود د دې تاسو زما نه غلا کوئ. خو بيا تاسو تپوس کوئ چې، مونږ تا نه څنګه غلا کوُو؟ خو زۀ دا وايم چې، تاسو په لسمه حِصه او نذرانو کښې زما نه غلا کوئ.


ځکه چې زما جغ په وړلو کښې پوست دے او زما پنډ سپک دے.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan