18 ”د تېر شوى وخت په واقعاتو پورې مۀ انښلئ او چې څۀ وړاندې شوى وى نو د هغې خيال د زړۀ نۀ وباسئ.
د خُدائ پاک د خِدمت کوونکى يعقوب اولاده، د هغه بنى اِسرائيل اولاده، چې کوم خُدائ پاک خوښ کړے وو، هغه معجزې يادې ساتئ چې خُدائ پاک کړى دى او هغه عدالت چې کوم هغۀ کړے دے.
هغه راياد کړئ چې ډېره موده مخکښې شوى وُو، ځکه چې صرف زۀ خُدائ پاک يم او زما په شان بل هيڅ څوک هم نشته.
”ګورئ، زۀ نوى آسمانونه او نوې زمکه جوړوم. د تېرې زمانې څيزونه به نۀ شى يادولے، او نۀ به په خيال خاطر کښې راځى.
حقيقت کښې چې مخکښې کوم جلال وو هغه اوس د دې لوئ جلال په وجه ختم شو.
نو بيا کۀ څوک په مسيح کښې وى نو هغه نوے مخلوق دے. زاړۀ هر څۀ ختم شول، وګورئ هر څۀ نوى شول.
د هغوئ نه مۀ يرېږئ، هغه څۀ راپه ياد کړئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک په فِرعون او په ټول مِصر وکړل.
هغه راياد کړئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک په تېرو څلوېښتو کالونو کښې څنګه په بيابان کښې په دې اوږد سفر کښې ستاسو لارښودنه وکړه، او په تاسو يې سختۍ راولېږلې چې په تاسو کښې عاجزى وى او تاسو وآزمائى، نو چې هغه په دې پوهه شى چې ستاسو په زړۀ کښې څۀ دى نو چې د هغۀ په حُکمونو عمل کوئ او کۀ نه.