16 مالِک خُدائ فرمائى، ”ما په سمندر کښې يوه لار جوړه کړه، او د زورَورو اوبو په مينځ کښې مې يوه لار جوړه کړه.“
تا د خپلو خلقو دپاره په درياب کښې لار جوړه کړه او هغوئ دې په اوچه زمکه باندې تېر کړل. او چې څوک ورپسې وُو نو هغوئ په ژورو اوبو کښې ډُوب شول، داسې لکه چې يو غضبناک سمندر کښې کاڼے ډوبيږى.
او هغۀ بحرِقُلزم ورټلو او هغه اوچ شو، هغۀ هغوئ په سمندر کښې داسې پورې ايستل لکه چې په صحرا کښې روان وُو.
ستا لار د سمندر په مينځ کښې ده، او په خطرناکو اوبو کښې ستا لاره ده، کۀ څۀ هم چې د پښې نښه دې نۀ ښکارېده.
تا د خپلو خلقو رهنمائى لکه د رمو وکړه، د هارون او د موسىٰ په لاس دې د هغوئ رهنمائى وکړه.
سمندر يې په مينځ دوه کړو هغوئ يې ترې نه تېر کړل، او هغۀ اوبۀ د دېوال په شان ودرولې.
خپله امسا پورته کړه او د درياب دپاسه يې ونيسه. اوبۀ به په مينځ بېلې شى او بنى اِسرائيل به د درياب په مينځ کښې په اوچه زمکه پورې وځى.
خو بنى اِسرائيل په اوچه زمکه د درياب نه پورې وتل او د دوئ ښى او ګس طرف ته د اوبو دېوالونه وُو.
کله چې تاسو د سمندر په ژورو اوبو کښې روان يئ، نو زۀ به ستاسو مل يم، کله چې تاسو د سمندرونو نه تېرېږئ نو ډوبېږئ به نه. کله چې تاسو په اور کښې تېرېږئ، نو تاسو به نۀ سوزئ، او د اور شُغلې به تاسو ته نقصان نۀ درکوى.
هم زۀ ژور سمندر ته حُکم ورکوم چې، اوچ شه، زۀ ستا ژوروالے اوچوم.
چې زۀ راغلم نو څوک هم نۀ وو، ولې؟ چې ما آواز وکړو نو چا هم جواب رانۀ کړو، ولې؟ ولې زما لاس دومره کمزورے وو څۀ چې تاسو مې خلاصولے نۀ شوئ؟ ولې زۀ دومره کمزورے يم څۀ چې تاسو بچ کولے نۀ شم؟ زما يو حُکم سره سمندر اوچ شى او سيندونه په صحرا بدل شى، او بغېر اوبو نه کبان مړۀ شى او هر طرف ته بدبوئ خوره شى.
دا هم تۀ وې چې سمندر دې اوچ کړو او په اوبو کښې دې لار جوړه کړه، نو چې هغه څوک په دې ژور سمندر کښې تېر شى چې کوم دې بچ کول.
زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم، سمندر ما راپاڅولو او د دې چپې مې غضبناکې کړې. زما نوم مالِک خُدائ ربُ الافواج دے.
مالِک خُدائ داسې فرمائى، هغه څوک چې نمر په دې مقرروى چې د ورځې وځليږى، او هغه چا چې سپوږمۍ او ستورى مقرر کړل چې د شپې وځليږى، څوک چې سمندر راپاڅوى چې د هغې چپې شور وکړى نو د هغۀ نوم مالِک خُدائ ربُ الافواج دے.
او شپږمې فرښتې خپل جام د فرات په لوئ سيند کښې توئ کړو او د هغې اوبۀ وچې شوې چې د نمرخاتۀ د بادشاهانو دپاره لار تياره شى.