Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشعياه 43:12 - Pakistani Yousafzai Pashto

12 هم ما ستاسو د خلاصون اعلان وکړو او تاسو ته مې خلاصون درکړو، او دُنيا ته مې ښکاره کړو. او ستاسو په مينځ کښې بل يو غېر معبود هم داسې څۀ نۀ دى کړى، څۀ چې ما کړى دى.“ مالِک خُدائ فرمائى، ”تاسو زما ګواهان يئ چې زۀ خُدائ پاک يم.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشعياه 43:12
13 Iomraidhean Croise  

نو اوس، اے مالِکه خُدايه، زمونږ خُدايه پاکه، مونږ د اسوريانو بادشاه نه بچ کړه، نو داسې د دُنيا ټولو قومونو ته به پته ولګى چې صرف تۀ خُدائ پاک يې.“


ګوره، زۀ به د هغۀ ذِهن بدل کړم او چې کله هغه يوه افواه واورى نو هغه به خپل مُلک ته راواپس شى، او هلته به يې په تُوره باندې د وژلو سبب وګرځم.“


مالِک خُدائ وفرمائيل، ”اے بنى اِسرائيلو، تاسو زما ګواهان يئ، زما خِدمت کوونکى يئ او ما غوره کړى يئ چې تاسو ما وپېژنئ او په ما به ايمان ولرئ او پته درته ولګى چې صرف زۀ خُدائ پاک يم. زما نه بغېر بل يو خُدائ هم نشته، نۀ د دې نه مخکښې وو او نۀ به د دې نه وروستو وى.


مۀ يرېږئ، چې ونۀ يرېږئ. ولې ما تاسو ته ډېر مخکښې نۀ وُو وئيلى چې څۀ به کيږى؟ تاسو زما ګواهان يئ. بل خُدائ پاک شته څۀ؟ بل د پناه ځائ نشته چې زۀ ترې نه خبر يم.“


ما څۀ په پټ ځائ کښې پټې خبرې نۀ دى کړې. او نۀ مې بنى اِسرائيلو ته دا وئيلى دى چې، ”بې‌شکه ما لټوئ، خو تاسو به ما مومئ نه.“ زۀ، مالِک خُدائ يم او زۀ رښتيا وايم، او څۀ چې صحيح وى نو زۀ د هغې اعلان کوم.“


ګوره، ما هغه د قومونو ګواه جوړ کړو، ما هغه د قومونو مشر او فوجى آفسر جوړ کړو.


يواځې مالِک خُدائ د خپلو خلقو لارښودنه وکړه د هغۀ سره د پردى خُدائ مدد نۀ وو.


د هغوئ بُت پرستۍ د مالِک خُدائ غېرت رابېدار کړو، د هغوئ حرام کار هغه په قهر کړو.


زۀ او يواځې زۀ خُدائ پاک يم، بل يو هم حقيقى خُدائ نشته. زۀ مړۀ کول او ژوندى کول کوم، زۀ زخمى کول او روغول کوم، او هيڅ څوک زما د کارونو مخالفت نۀ شى کولے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan