11 زۀ، صرف زۀ مالِک خُدائ يم، او زما نه بغېر بل څوک خلاصونکے نشته.
خلاصون د مالِک خُدائ نه راځى. ستا په خلقو ستا برکت دې همېشه وى.
ګورئ، خُدائ پاک زما خلاصونکے دے، زۀ به په هغۀ توکل کوم او نۀ به يرېږم. ځکه چې مالِک خُدائ ما له طاقت راکوى او زما حفاظت کوى، هغه زما خلاصونکے دے.“
دا به په مِصر کښې د مالِک خُدائ ربُ الافواج د موجودګۍ نښې وى. کله چې هلته د خلقو سره ظلم زياتے کيږى او د مدد دپاره مالِک خُدائ ته آواز وکړى، نو هغه به د هغوئ د بچ کولو دپاره خلاصونکے ورلېږى.
زۀ مالِک خُدائ يم. او هم دا زما نوم دے. زۀ به خپل جلال بل هيچا ته نۀ ورکوم، او زما په ثناء صِفت کښې به بُتانو ته هيڅ برخه نۀ ملاويږى.
زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم، زۀ د بنى اِسرائيلو هغه مقدس ذات يم، چې ستاسو خلاصونکے يم. ستاسو د آزادولو دپاره زۀ مِصر ورکوم، ستا په ځائ زۀ ايتهوپيا او سِيبا ورکوم.
مالِک خُدائ، څوک چې په بنى اِسرائيلو حکومت کوى او د بنى اِسرائيلو حِفاظت کوى، هغه مالِک خُدائ ربُ الافواج داسې فرمائى، ”زۀ اولين او زۀ آخرين يم، زما نه بغېر بل يو خُدائ هم نشته.
مۀ يرېږئ، چې ونۀ يرېږئ. ولې ما تاسو ته ډېر مخکښې نۀ وُو وئيلى چې څۀ به کيږى؟ تاسو زما ګواهان يئ. بل خُدائ پاک شته څۀ؟ بل د پناه ځائ نشته چې زۀ ترې نه خبر يم.“
طاقتور بادشاهان او زورَور قومونه به ستا هر ضرورت پوره کړى، داسې لکه چې تۀ يو ماشوم يې او د مَلِکې سينه روې. بيا به تا ته پته ولګى چې زۀ مالِک خُدائ ستاسو خلاصونکے، حفاظت کوونکے د بنى اِسرائيلو طاقتور حکمران يم.
خو زۀ به د يهوداه په خلقو رحم کوم، زۀ به هغوئ د خپلو دشمنانو نه، نۀ په وسلو، او نۀ په لښکرو، نۀ په آسونو او نۀ په جنګى ګاډو، بلکې زۀ مالِک خُدائ د هغوئ خُدائ پاک به هغوئ په خپل زور او قدرت سره بچ کړم.“
خو زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم، چا چې تاسو د مِصر نه راوويستلئ. زما نه بغېر بل خُدائ مۀ منئ ځکه چې زما نه بغېر بل خلاصونکے نشته.
او مالِک خُدائ کب ته حُکم وکړو، او کب يُونس په اوچه زمکه بهر وغورزولو.
ډېره خوشحالى وکړه، اے صيون لورې. د خوشحالۍ نه چغې ووهه، د يروشلم لورې. وګورئ، ستاسو بادشاه تاسو ته راروان دے، هغه صادق او خلاصونکے دے، هغه حليم او په خرۀ سور دے، په کوچاڼى يعنې په کوچى باندې.
اے زما زړۀ. خوشحالى وکړه، خوشحالى وکړه. زما د خلاصوونکى خُدائ پاک په نوم،
نن د داؤد په ښار کښې ستاسو خلاصونکے پېدا شوے دے چې هغه مسيح مالِک دے.
د بل هيچا په وسيله خلاصون نشته ځکه چې په ټوله دُنيا کښې بل نوم هيچا ته نۀ دے ورکړے شوے چې په هغې مونږ خلاصون ومومو.“
اے بنى اِسرائيله واوره. مالِک زمونږ مالِک خُدائ واحد ذات دے.
غلا دې نۀ کوى بلکې پوره وفادار دې وى نو چې د دوئ هره خبره زمونږ د خلاصوونکى خُدائ پاک د تعليم ښائست وى.
نو چې مونږ د هغه مبارک اُميد، او د خپل لوئ خُدائ پاک او خلاصوونکى عيسىٰ مسيح د جلال د څرګندېدو په اِنتظار کښې يُو.
بلکې زمونږ د مالِک او خلاصوونکى عيسىٰ مسيح په فضل او عِلم کښې ترقى وکړئ. د هغۀ جلال دې اوس هم وى او تل تر تله دې وى. آمين.
او مونږ دا په خپلو سترګو وليدل او دا ګواهى ورکوو چې پلار خپل زوئ د دُنيا د خلاصونکى په طور راولېږلو.
د ايکې يو خُدائ پاک چې د مالِک عيسىٰ مسيح په وسيله زمونږ خلاصونکے دے، د هغۀ دې جلال، شان و شوکت، قُدرت او اختيار د ازل نه، اوس او تل تر تله وى. آمين.
هغه آواز ما ته ووئيل چې، ”څۀ چې تۀ وينې هغه په يو کِتاب کښې وليکه او اوو واړو جماعتونو ته يې ولېږه، يعنې اِفِسوس، سمرنه، پرګمون، تواتيره، سرديس، فيلدِلفيه، او لوديکيه ته.“