Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشعياه 42:8 - Pakistani Yousafzai Pashto

8 زۀ مالِک خُدائ يم. او هم دا زما نوم دے. زۀ به خپل جلال بل هيچا ته نۀ ورکوم، او زما په ثناء صِفت کښې به بُتانو ته هيڅ برخه نۀ ملاويږى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشعياه 42:8
16 Iomraidhean Croise  

د هغۀ د نوم د جلال سندرې ووايئ، او د هغۀ جلالى حمد‌و‌ثناء بيان کړئ.


تۀ هغوئ په دې پوهه کړه چې هغه هم تۀ يې د چا نوم چې مالِک خُدائ دے، او هم دا تۀ يواځې په ټوله زمکه د ټولو نه اوچت خُدائ تعالىٰ يې.


د بل خُدائ عبادت مۀ کوئ، ځکه چې د مالِک خُدائ نوم غېرتى دے، هغه غېرتى خُدائ پاک دے.


مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”هم داسې وکړه چې د بنى اِسرائيلو يقين راشى چې مالِک خُدائ د دوئ د پلار نيکۀ خُدائ پاک، د اِبراهيم، اِسحاق او د يعقوب خُدائ پاک تا ته راڅرګند شوے دے.“


زۀ، صرف زۀ مالِک خُدائ يم، او زما نه بغېر بل څوک خلاصونکے نشته.


زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم، زۀ د بنى اِسرائيلو هغه مقدس ذات يم، چې ستاسو خلاصونکے يم. ستاسو د آزادولو دپاره زۀ مِصر ورکوم، ستا په ځائ زۀ ايتهوپيا او سِيبا ورکوم.


زۀ چې څۀ کوم نو هغه زۀ د خپل خاطر په وجه کوم، زۀ نۀ غواړم چې زما د نوم بې‌عزتى وشى او نۀ به په خپل جلال کښې چا له برخه ورکړم، دا به زما وى او صرف زما به وى.“


نو ما ډېر پخوا ستاسو د راتلونکى وخت پېشګوئې وکړه، د حالاتو بيان مې د وړاندې نه وکړو، د دې دپاره چې تاسو دا دعوىٰ ونۀ کړئ چې ستاسو بُتانو او تراشلے شوو مجسمو د دې حُکم کړے وو.


ما چې د څۀ پېشګوئې کړې وه نو هغه هر څۀ شوى دى، خو تاسو د هغې منلو نه اِنکار وکړو. اوس به زۀ تاسو ته د نوؤ خبرو په حقله ووايم، دا هغه رازونه دى چې تاسو تر اوسه پورې نۀ دى اورېدلى.


”مالِک خُدائ چا چې، زمکه جوړه کړه، او هغې ته يې شکل ورکړو او قائمه يې کړه او د چا نوم چې مالِک خُدائ دے هغه فرمائى،


کله چې هغوئ مے څښل، نو بيا هغوئ د سرو زرو، سپينو زرو، پيتلو، اوسپنو، د لرګى او د کاڼو نه د جوړو شوو معبودانو ثناء صِفت وکړو.


نو چې ټول د زوئ داسې عزت کوى لکه څنګه چې هغوئ د پلار عزت کوى. څوک چې د زوئ عزت نۀ کوى هغه د هغه پلار عزت نۀ کوى چا چې هغه رالېږلے دے.


عيسىٰ وفرمائيل، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم، چې اِبراهيم لا پېدا شوے نۀ وو چې زۀ موجود وم.“


کۀ تاسو په وفادارۍ د خُدائ پاک ټولې لارښودنې ونۀ منئ کومې چې په دې کِتاب کښې ليکلے شوى دى او کۀ تاسو د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک عجيبه او هيبتناک نوم نه ونۀ يرېږئ،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan