مالِک خُدائ به د قومونو اِنصاف وکړى او د هغوئ په مينځ کښې به لانجې هوارې کړى. هغوئ به د خپلو تُورو نه د يوې خولې جوړې کړى او د خپلو نېزو نه به د بوټو قينچيانې جوړې کړى. قومونه به هيڅکله بيا جنګ له لاړ نۀ شى، او نۀ به بيا دوئ د جنګ تربيت حاصلوى.
د هغۀ شاهى طاقت به زياتيږى، د هغۀ بادشاهى به تل په امن کښې وى. هغه به د داؤد نه پس بادشاه وى، د هغۀ د بادشاهۍ بنياد به په صداقت او اِنصاف باندې قائم وى، د اوس نه واخله تر همېشه همېشه پورې به د هغۀ بادشاهى قائمه وى. د مالِک خُدائ ربُ الافواج غېرت به هم دغه شان وکړى.
زۀ به د ورکو شوو ګډو لټون وکړم او بېلارې شوې ګډې به راواپس کړم. زۀ به د زخمى شوو مرهم پټۍ وکړم او کمزورو له به طاقت ورکړم، خو حرصناکې او مضبوطې به هلاکې کړم. زۀ به په اِنصاف سره د ګډو شپونتوب وکړم.
ځکه چې ما د هغۀ خلاف ګناه کړې ده، نو زۀ به د مالِک خُدائ قهر وزغمم، ترڅو چې هغه زما د مقدمې وکالت وکړى او زما حق قائم کړى. هغه به ما بهر رڼا ته راولى، زۀ به د هغۀ صداقت وګورم.