Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشعياه 41:8 - Pakistani Yousafzai Pashto

8 خو اے زما خِدمتګاره، بنى اِسرائيله، زما د دوست اِبراهيم اولاده. تاسو هغه خلق يئ چې ما غوره کړى يئ،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشعياه 41:8
37 Iomraidhean Croise  

تۀ زمونږ خُدائ پاک يې. کله چې ستا خلق بنى اِسرائيليان دې مُلک ته راننوتل، چې کوم خلق دلته اوسېدل نو هغه دې وشړل او د خپل خليل اِبراهيم اولاد له دې هغه مُلک ورکړو چې د همېشه دپاره د هغوئ شى.


اے د هغۀ د خِدمتګار اِبراهيم بچو، د هغۀ د غوره شوى د يعقوب بچو.


ځکه چې مالِک خُدائ يعقوب غوره کړو، د دې دپاره چې هغه د هغۀ شى، او بنى اِسرائيل چې د هغۀ خاص ملکيت شى.


او هغۀ د هغوئ مُلک دوئ ته په ميراث کښې ورکړو، د هغۀ مينه ابدى ده.


او په ميراث کښې يې خِدمتګار بنى اِسرائيل ته ورکړو، د هغۀ مينه ابدى ده.


څومره بختور دے هغه قوم د چا خُدائ چې مالِک خُدائ وى، او د خپل ميراث دپاره چې هغۀ غوره کړى وى.


خو مالِک خُدائ به يو ځل بيا د يعقوب په اولاد باندې رحم وکړى، او اِسرائيل به بيا خپل غوره شوے قوم وګڼى. هغه به هغوئ واپس راولى چې په خپل مُلک کښې بيا آباد شى او د پردى مُلک خلق به راځى او د هغوئ سره به په اتفاق اوسيږى.


نو ځکه مالِک خُدائ د يعقوب د اولاد خُدائ پاک، چا چې اِبراهيم د مصيبت نه خلاص کړو، داسې فرمائى، ”زما د خلقو به نوره بې‌عزتى نۀ کيږى او د هغوئ رنګونه به د شرم په وجه نور زېړ نۀ وى.


دا زما خادِم دے چا ته چې ما طاقت ورکړے دے او څوک چې ما غوره کړے دے، زما محبوب چې روح مې پرې خوشحاله دے. ما خپل روح په هغۀ سورے کړے دے، او هغه به غېرو قومونو ته اِنصاف رسوى.


زما د خِدمت کوونکى په شان ړوند څوک دے؟ زما د پېغمبر په شان کُوڼ څوک دے څوک چې زۀ درلېږم؟ اګر چې ما هغۀ سره لوظ کړے دے خو بيا هم د مالِک خُدائ د خادِم په شان ړوند څوک نشته.


اے بنى اِسرائيلو، هغه مالِک خُدائ چا چې تاسو پېدا کړى يئ هغه فرمائى چې، ”يرېږئ مه، ځکه چې ما تاسو په بيعه اخستى يئ. ما تاسو ته په نوم آواز کړے دے، تاسو زما يئ.


مالِک خُدائ وفرمائيل، ”اے بنى اِسرائيلو، تاسو زما ګواهان يئ، زما خِدمت کوونکى يئ او ما غوره کړى يئ چې تاسو ما وپېژنئ او په ما به ايمان ولرئ او پته درته ولګى چې صرف زۀ خُدائ پاک يم. زما نه بغېر بل يو خُدائ هم نشته، نۀ د دې نه مخکښې وو او نۀ به د دې نه وروستو وى.


يرېږئ مه، زۀ ستاسو مل يم. زۀ به تاسو او ستاسو خلق د نمرخاتۀ طرف نه او د نمرپرېواتۀ طرف نه راغونډ کړم.


مالِک خُدائ فرمائى، ”اے بنى اِسرائيلو، دا خبره ياده ساتئ، تاسو زما خِدمت کوونکى يئ. ما تاسو د دې دپاره پېدا کړئ چې زما خِدمت کوونکى يئ، او زۀ به تاسو هيڅکله نۀ هېروم.


زما د خِدمت کوونکو او غوره کړے شوو بنى اِسرائيلو د خاطره، زۀ تا ته په نوم آواز کوم او تا له مې د لوئ عزت لقب درکړے دے، اګر چې تۀ ما نۀ پېژنې.


”اے بنى اِسرائيلو، زما غوره کړے شوو، ما ته غوږ ونيسئ. صرف زۀ خُدائ پاک يم، زۀ اولين او آخرين يم.


هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”تۀ زما خِدمت کوونکے بنى اِسرائيل يې، ستا په وجه به زما نوم ته جلال ملاويږى.“


د خپل پلار نيکۀ اِبراهيم او مور ساره په حقله سوچ وکړئ، چې تاسو يې زيږولى يئ. کله چې ما اِبراهيم راوغوښتلو، نو هغه بې‌اولاده وو، خو ما هغۀ له برکت ورکړو او ډېر اولاد مې ورکړو.


هم تۀ زمونږه پلار يې. اګر کۀ اِبراهيم او يعقوب مونږ خپل نۀ ګڼى، خو بيا هم مالِکه خُدايه، هم تۀ زمونږه پلار يې، د پخوا نه تۀ زمونږ بچ کوونکے يې.


”آيا تا د خلقو خبرو ته غوږ نۀ دے نيولے چې هغوئ وائى، مالِک خُدائ اوس هغه دوه قومونه رد کړى دى کوم چې اول هغۀ غوره کړى وُو؟ نو هغوئ زما د قوم سپکوالے کوى او د يو قوم په حيثيت يې نۀ منى.


اِسرائيليان د مالِک خُدائ غلامان دى او هغوئ يې د مِصر مُلک نه راوويستل، هغوئ دې د نوکرانو په توګه نۀ خرڅيږى.


”ما تاسو سره مينه کړې ده،“ مالِک خُدائ فرمائى. ”خو تاسو تپوس کوئ چې، تا مونږ سره څنګه مينه کړې ده؟“ مالِک خُدائ په جواب کښې وفرمائيل، ”آيا عِيسو د يعقوب ورور نۀ وو څۀ؟ بيا هم ما يعقوب سره مينه وکړه،


تاسو ځان سره داسې سوچ مۀ کوئ چې ګنې تاسو د اِبراهيم اولاد يئ، ځکه چې زۀ درته دا وايم چې خُدائ پاک د دې کاڼو نه هم د اِبراهيم دپاره اولاد پېدا کولے شى.


نو بيا د شريعت د راتلو نه څۀ مقصد وو؟ شريعت د دې دپاره ورکړے شو چې د وعدې سره سره چې خلقو ته د هغوئ ګناهونه هم ورښکاره کړى، خو شريعت صرف د وعده شوى ماشوم د راتلو پورې وو. خُدائ پاک خپل شريعت د فرښتو په وسيله موسىٰ له ورکړو څوک چې د خُدائ پاک او خلقو تر مينځه مينځګړے وو.


خو د مالِک خُدائ مينه ستاسو پلار نيکۀ سره دومره زياته وه چې د نورو خلقو په ځائ يې تاسو خوښ کړئ او تر اوسه پورې د هغۀ غوره خلق يئ.


تاسو د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک خلق يئ، په زمکه باندې چې څومره خلق اوسيږى په هغوئ ټولو کښې يې تاسو د دې دپاره خوښ کړئ چې د هغۀ خپل خاص خلق اوسئ.


او د صحيفو هغه ليکل پوره شو چې فرمائى، ”اِبراهيم په خُدائ پاک ايمان راوړو او دا د هغۀ دپاره په صداقت حساب شو،“ او هغه خليل اللّٰه وبللے شو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan