5 د لرې مُلکونو خلقو دا ليدلى دى او يرېدلې دى، د دُنيا لرې علاقې لړزيږى. او هغوئ يو بل ته راجخت شى او رانزدې شى.
د دوئ اولاد د سمندر په غاړه او په جزيرو کښې اوسيږى. دا د يافت اولاد دے، چې په بېلو بېلو قبيلو او مُلکونو کښې اوسيږى او هره قبيله خپله خپله ژبه وائى.
ستا د عجيبه کارونو نه دا دُنيا د يو سره تر بله ټوله يريږى، د نمر ختو نه د نمر پرېوتو پورې تۀ د خلقو د خوشحالۍ د آوازونو سبب کېږې.
تۀ د زمکې خيال ساتې اوبۀ ورکوې او ښۀ يې زرخيزه کوې، د خُدائ پاک سيندونه د اوبو نه ډک شُو. نو خلقو ته د غلې دانې بندوبست وشو. نو دغه شان دې په زمکه انتظام وکړو.
خُدائ پاک ته ووايئ، ”ستا کارونه هيبتناک دى او زور طاقت دې ډېر لوئ دے. نو ځکه ستا ټولو دشمنانو ستا په وړاندې خپل سرونه ټيټ کړى دى.
خُدائ پاک به مونږ له برکت راکړى، او د دُنيا تر آخره ټول خلق به د هغۀ نه ويره وکړى.
قومونو واورېدل او په لړزان شول، فلستيان په دردونو آخته شول.
اے د لرې مُلکونو خلقو، خاموشۍ سره ما ته غوږ ونيسئ. تيار شئ چې په عدالت کښې خپله مقدمه پېش کړئ، تاسو ته به د خبرو کولو موقع مِلاو شى. راځئ چې په يو ځائ دا فېصله وکړُو چې څوک په حقه دى.
هغوئ د يو بل مدد کوى او يو بل ته وائى چې، ”حوصله وکړئ.“
نو اوس ساحلى علاقه ستا د راغورزېدلو په ورځ لړزيږى، په سمندر کښې جزيرې ستا په راغورزېدلو په لړزان شوې دى.
مونږ د هغې نه خبر شوى يُو چې کله تاسو د مِصر نه تلئ نو مالِک خُدائ څنګه ستاسو په وړاندې بحرِقُلزم اوچ کړو. مونږ دا هم اورېدلى دى چې تاسو د اُردن نمرخاتۀ طرف ته د اموريانو دوه بادشاهان سيحون او عوج تباه کړى دى.
د اُردن نمرپرېواتۀ طرف ته د اموريانو ټول بادشاهان او د مديترانى د سمندر په غاړه د کنعانيانو ټول بادشاهان خبر شول چې مالِک خُدائ د اُردن سيند تر هغې پورې اوچ کړے وو چې اِسرائيليان ترې نه واوړېدل هغوئ د بنى اِسرائيلو نه دومره ويرېدل چې مرګِ حال شول.