آسمان ته وګوره. تا له چې په نظر کوم ستورى راځى دا چا پېدا کړى دى؟ دا هغه ذات دے چې دا يې د لښکر په شان روان کړى دى، هغۀ ته پته ده چې دا ستورى څومره دى او هر يو ته خپل خپل نوم اخلى. د هغۀ قوت دومره زيات دے، چې د دې نه يو هم نۀ دے کم شوے.
زۀ به دا د دې دپاره کوم چې خلق دا وګورى او پوهه شى، چې هغوئ پرې غور وکړى او پته ورته ولګى چې د مالِک خُدائ قوت دا کړى دى. او د بنى اِسرائيلو مقدس ذات دا پېدا کړى دى.“
د شروع نه چا دا اعلان وکړو نو چې مونږ ته به پته وے؟ د اول نه چا د دې پېشګوئې وکړه چې مونږ ووايو چې هغه صحيح دے؟ هيچا هم د دې اعلان او پېشګوئې نۀ ده کړې. هيچا هم ستا يوه خبره هم نۀ ده اورېدلې.
مالِک خُدائ وفرمائيل، ”اے بنى اِسرائيلو، تاسو زما ګواهان يئ، زما خِدمت کوونکى يئ او ما غوره کړى يئ چې تاسو ما وپېژنئ او په ما به ايمان ولرئ او پته درته ولګى چې صرف زۀ خُدائ پاک يم. زما نه بغېر بل يو خُدائ هم نشته، نۀ د دې نه مخکښې وو او نۀ به د دې نه وروستو وى.
د شروع نه ما د اَنجام پېشګوئې ورکوله، ما ډېر پخوا وئيلى دى چې څۀ کېدونکى دى. ما وئيل چې زما منصوبې به نۀ ناکامه کيږى، او چې زۀ به هغه هر يو کار کوم چې ما يې اراده کړې وه.
زۀ او يواځې زۀ خُدائ پاک يم، بل يو هم حقيقى خُدائ نشته. زۀ مړۀ کول او ژوندى کول کوم، زۀ زخمى کول او روغول کوم، او هيڅ څوک زما د کارونو مخالفت نۀ شى کولے.