3 هغه ورپسې دے او ښۀ په خېر سره روان دے، دومره تېز دے چې پښې يې په زمکه پوره نۀ لګيږى.
تاسو ته به پته ولګى چې ستاسو کور محفوظ دے، تاسو به وګورئ چې ستاسو د رَمو نه به هيڅ ورک نۀ وى.
هغه څوک وو چا چې فتح کوونکے د نمرخاتۀ نه راوستلو، او چې چرته هم تلو نو هغۀ له به يې فتح ورکوله؟ هغۀ له به په قومونو او بادشاهانو چا فتح ورکوله؟ د هغۀ تُورې به هغوئ داسې وهل لکه چې خاوره وى. د هغۀ غشو به هغوئ د بوسو په شان خوارۀ وارۀ کړل.
هغه څوک دے چې داسې يې وکړل؟ څوک دے چې د شروع پيړۍ په پيړۍ آوازونه کوى؟ زۀ، مالِک خُدائ د ابتدا نه موجود يم، او په انتها کښې به هم موجود يم.
څوک چې د خُدائ پاک په لارو ژوند تېر کړى، او چې کله وفات شى نو ورته آرام او سکون ملاويږى.