د شروع نه چا دا اعلان وکړو نو چې مونږ ته به پته وے؟ د اول نه چا د دې پېشګوئې وکړه چې مونږ ووايو چې هغه صحيح دے؟ هيچا هم د دې اعلان او پېشګوئې نۀ ده کړې. هيچا هم ستا يوه خبره هم نۀ ده اورېدلې.
راشئ او خپله مقدمه په عدالت کښې پېش کړئ، بېشکه اول د يو بل سره مشوره وکړئ. ډېر پخوا دا پېشګوئې چا ورکړې وه؟ ولې ما مالِک خُدائ ډېره موده مخکښې دا اعلان نۀ وو کړے؟ ځکه چې بغېر زما نه بل يو خُدائ هم نشته. زۀ خلاصونکے او صادق خُدائ يم. زما نه بغېر بل يو خُدائ هم نشته.
د شروع نه ما د اَنجام پېشګوئې ورکوله، ما ډېر پخوا وئيلى دى چې څۀ کېدونکى دى. ما وئيل چې زما منصوبې به نۀ ناکامه کيږى، او چې زۀ به هغه هر يو کار کوم چې ما يې اراده کړې وه.
ټولو خلقو، راغونډ شئ او واورئ. په معبودانو کښې کوم يو د دې پېشګوئې ورکړې ده؟ ما چې کوم سړے خوښ کړے دے هغه به په بابل حمله وکړى، او د بابليانو خلاف به خپل زور استعمالوى.