ترڅو چې خُدائ پاک خپل روح په مونږ نازل نۀ کړى نو تر هغه وخته پورې به حالات هم داسې وى. خو بيا به هغه خوشے مُلک آباد شى او د باغ مېوه دارې ونې به يې لکه د ځنګل په شان ګڼې وى.
د هر قسم مېوې ونې به د سيند په دواړو غاړو غټې شى. د دې پاڼې به نۀ وچيږى، او نۀ به د دې مېوې وچيږى. هره مياشت به دا مېوه نيسى، ځکه چې د مالِک خُدائ د مقدس کور نه دې ته اوبۀ بهيږى. د دې مېوه به د خوراک دپاره او پاڼې به يې د شفا دپاره استعماليږى.“