زۀ به د دې مُلک نه صحرا او بيابان جوړ کړم، او د هغۀ مغرورانه طاقت به ختم کړم، او د بنى اِسرائيلو غرونه به په شاړو بدل کړم چې هيڅ څوک هم په هغې تېرېدے نۀ شى.
پاڅه او مُلکونه غوبل کړه، اے صيون لورې، ځکه چې زۀ به تا له د اوسپنې ښکر درکړم، زۀ به تا ته د پيتلو نوکونه درکړم او تۀ به ډېر قومونه ټوټه ټوټه کړې. تۀ به د هغوئ هغه مال چې په ظلم زياتى يې حاصل کړے دے مالِک خُدائ ته وقف کړې او د هغوئ دولت به د ټولې دُنيا مالِک ته پېش کړې.
د غرونو مُلک به ستاسو شى، اګر چې دا يو ځنګل دے، تاسو به دا صفا کړئ او د يو سر نه تر بل سَره پورې به يې ونيسئ. کۀ کنعانيان هر څومره تکړه هم وى او ورسره د اوسپنې جنګى ګاډۍ وى خو تاسو به بيا هم هغوئ وشړئ.“