تاسو به دا جنګ نۀ کوئ. صِرف د جنګ دپاره صفونه جوړ کړئ او کلک ودرېږئ، تاسو به هغه فتح ووينئ کومه چې مالِک خُدائ درکوى. مۀ يرېږئ او مۀ بېحوصلې کېږئ. سبا د هغوئ خِلاف راوځئ او مالِک خُدائ به ستاسو مل وى.“
تا زمونږ دُعا داسې قبوله کړه چې تا زمونږ دپاره د صداقت حېرانونکې کارونه کړى دى، اے زمونږ خلاصونکيه زمونږ پاکه خُدايه. د دُنيا د يو سر نه تر بل سره پورې، او تر لرې سمندرونو پورې تۀ د هر چا اُميد يې.
تا ته به نور د ورځې د نمر ضرورت نۀ وى او د شپې به درته د سپوږمۍ ضرورت نۀ وى، ځکه چې مالِک خُدائ به ستاسو نۀ ختمېدونکے رڼا وى او خُدائ پاک به ستاسو جلال وى.
زۀ به د يهوداه خلق تکړه کړم او د يوسف قوم به بچ کړم. زۀ به هغوئ بيا آباد کړم ځکه چې زۀ په هغوئ رحم کوم. هغوئ به داسې وى لکه چې کله ما هغوئ نۀ وى رد کړى. ځکه چې زۀ مالِک خُدائ د هغوئ خُدائ پاک يم، او زۀ به د هغوئ دُعا ته جواب ورکوم.
دا درېمه برخه به زۀ اور کښې واچوم، زۀ به دوئ لکه د سپينو زرو په شان صفا کړم او لکه د سرو زرو به يې وآزمائيم. هغوئ به زما په نوم آواز وکړى او زۀ به هغوئ له جواب ورکړم، او زۀ به ووايم چې، دوئ زما خلق دى، او هغوئ به وائى، مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک دے.“
دا ياد ساته چې ما تا ته حُکم کړے وو چې تکړه او زړَور اوسه. يرېږه مه او چې بېحوصلې نۀ شې، ځکه چې تۀ هر چرته هم ځې نو زۀ مالِک خُدائ ستا خُدائ پاک به ستا مل يم.“