صحرا به سندرې وائى او د خوشحالۍ چغې به وهى، دا صحرا به د لبنان د غرونو په شان شنه وى او د کرمل غر په شان او شوکت والا او د شارون پټو په شان به زرخېزه وى. نو هر يو کس به د مالِک خُدائ شان او شوکت ووينى، او زمونږ د خُدائ پاک لوئى او عظمت به ووينى.
زۀ د خپلو خِدمت کوونکو پېشګويانې پوره کوم او د خپلو پېغمبرانو منصوبې سر ته رسوم. زۀ د يروشلم په حقله وايم چې خلق به بيا هلته اوسيږى، او د يهوداه ښارونو ته وايم چې دا به بيا جوړ شى. او دا به د کنډرو نه په ښارونو بدل شى.
کله چې دوئ د پطروس او يوحنا زړۀ ورتيا وليدله او دا هم ورته معلومه شوه چې دوئ عام او بېعلمه خلق وُو، نو هغوئ حېران شول او وې پېژندل چې دا د عيسىٰ ملګرى وُو.