Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشعياه 40:31 - Pakistani Yousafzai Pashto

31 خو چې څوک په مالِک خُدائ باندې يقين ساتى نو هغوئ ته به يو نوے طاقت مِلاو شى. هغوئ به داسې اوچت الوځى لکه چې د باز وزر ورته لګېدلى وى، هغوئ به منډه وهى او نۀ به ستړى کيږى، هغوئ به پېدل ګرځى او نۀ به ستومانه کيږى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشعياه 40:31
46 Iomraidhean Croise  

خو صادقان د خپلې لارې نه نۀ اوړى، چې صادقان ورځ په ورځ نور هم تکړه کيږى.


او څوک چې په ښۀ څيزونو ستا ارمانونه پوره کوى، نو چې د باز په شان ستا ځوانى تازه شى.


لکه څنګه چې غلام د خپل مالِک لاس ته ګورى، او لکه څنګه چې وينځه د خپلې بى‌بى لاس ته ګورى، نو دغه شان زمونږ سترګې د مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک ته ګورى، تر هغې چې هغه مونږ ته خپل رحم وښائى.


ما چې کله هم تا ته سوال زارى کړې ده، تا قبوله کړې ده، تا زۀ په طاقت ورکولو تکړه او زړَور کړم.


ورکړه فتح زمونږ بادشاه له، اے مالِکه خُدايه، کله چې تا ته سوال کوُو مونږ ته جواب راکړه.


زما راستى زما نېکى دې پام وکړى په ما، ځکه چې په تا توکل کړے دے ما.


هيڅکله شرمنده به نۀ شى هغه څوک چې کوى يقين په تا، خو شرميږى به هغوئ چې د نورو سره کوى دوکه.


تۀ ما د خپل حقيقت خوا له بوځه او هم درس راکړه ما له، او هر وخت زۀ توکل کوم په تا اے زما خلاصونکى خُدايه.


او په مالِک خُدائ باندې توکل کوئ او د هغۀ د حُکمونو اِطاعت کوئ، هغه به تا اوچت کړى چې زمکه درله درکړى. او تۀ به وګورې چې بدعمله تباه کړى.


په صبر ما د مالِک خُدائ انتظار وکړو، او هغۀ زما فرياد واورېدو او ما ته يې پام وکړو.


د دوئ طاقت به په سفر کولو سره نور هم زيات شى، تر دې چې په صيون کښې د خُدائ پاک په وړاندې ودريږى.


اے مالِکه ربُ الافواج خُدايه، سوال مې واوره، اے د يعقوب پاکه خُدايه، ما ته غوږ شه.


دا ښۀ خبره ده چې ستا ثناء صِفت وکړُو مالِکه خُدايه، او په حمدونو کښې ستا د نوم ستائينه وکړُو خُدائ تعالىٰ.


هغه چې د مالِک خُدائ په کور کښې کَرلے شوى وى، دوئ به زمونږ د خُدائ پاک په دربار کښې غوړيږى.


”تاسو په خپله هغه څۀ وليدل چې ما د مِصريانو سره وکړل او تاسو مې داسې بوتلئ لکه چې باز خپل بچى په وزرو کښې اوړى او دلته مې خپل ځان له راوستلئ.


په هوا کښې د باز الوتل، او په ګټ باندې د مار تلل، او په سمندر کښې د کشتۍ اوړېدل، او د سړى مينه د ښځې سره پېدا کېدل.


دا د صحرا نه څوک راروان دے نه، چې خپل سر يې د محبوبې په اوږه باندې اېښے دېنه؟ زۀ تا د سيب د ونې لاندې راپاڅومه، په کوم ځائ کښې چې تۀ خپلې مور زيږولے ينه، چرته کښې چې په ډېر تکليف هغې تۀ زيږولے ينه.


په هغه وخت به هغوئ وائى، ”وګورئ دا دے زمونږ خُدائ پاک. مونږ د هغۀ په انتظار وُو او هغۀ مونږ آزاد کړُو. دا دے هغه مالِک خُدائ د چا چې مونږ په انتظار وُو. راځئ چې د هغۀ په خلاصون باندې د خوشحالۍ جشن وکړُو.“


قادر مطلق خُدائ د بنى اِسرائيلو مقدس ذات، فرمائى، ”راواپس شئ او په ما پوره يقين کوئ. نو بيا به تاسو تکړه او محفوظ يئ.“ خو تاسو داسې نۀ کوئ.


خو مالِک خُدائ بيا هم په دې انتظار کښې دے چې په تاسو باندې رحم وکړى. هغه په تاسو باندې د رحم کولو دپاره تيار دے ځکه چې هغه وفادار خُدائ پاک دے. بختور دى هغوئ چې د هغۀ د مدد په انتظار کښې وى.


اے د لرې مُلکونو خلقو، خاموشۍ سره ما ته غوږ ونيسئ. تيار شئ چې په عدالت کښې خپله مقدمه پېش کړئ، تاسو ته به د خبرو کولو موقع مِلاو شى. راځئ چې په يو ځائ دا فېصله وکړُو چې څوک په حقه دى.


د پخوا نه نۀ ستا په شان خُدائ پاک چا ليدلے دے او نۀ يې اورېدلې دى، صرف تۀ هغه خُدائ يې چې د هغوئ مدد کوې څوک چې ستا په انتظار کښې وى.


زۀ به د مالِک خُدائ انتظار کوم او د هغۀ نه به اُميد ساتم، اګر چې هغۀ د يعقوب خاندان رد کړے دے.


موآب به تباه شى او د هغۀ ښارونه به قبضه کړے شى. د هغۀ ښائسته زلمى به حلالېدو دپاره بوتلے شى، دا د هغه بادشاه فرمان دے چې د چا نوم مالِک خُدائ ربُ الافواج دے.


زۀ به هغوئ له په مالِک خُدائ کښې طاقت ورکړم، او د هغۀ په نوم به هغوئ روان وى،“ مالِک خُدائ فرمائى.


بيا عيسىٰ مريدانو ته يو مِثال ووئيلو، او ورته يې دا وښودل چې هغوئ دې ضرور بار بار دُعا غواړى او زړۀ دې نۀ بائيلى.


خو کۀ چرې مونږ د هغه څيز اُميد کوُو څۀ چې مونږ نۀ وينو نو مونږ به په صبر سره د دې انتظار وکړُو.


نو ځکه چې مونږ ته د خُدائ پاک د رحم په وسيله دا خِدمت وسپارلے شو نو مونږ همت نۀ بائيلو.


نو په دې وجه مونږ همت نۀ بائيلو. اګر کۀ چې زمونږ ظاهرى بدن ورو ورو ختميږى خو زمونږ باطنى بدن ورځ تر ورځ نوے کيږى.


نو مونږ دې په ښۀ کار کولو کښې همت نۀ بائيلو، ځکه کۀ مونږ همت ونۀ بائيلو نو مونږ به په خپل صحيح وخت فصل وريبو.


لکه چې يو باز خپل بچى ته د الوتلو چل ښائى، او په حِفاظت سره يې په خورو وزرو کښې نيسى، مالِک خُدائ اِسرائيليان د غورزېدو نه وساتل.


د هغۀ د ښارونو دې د اوسپنې په دروازو سره حِفاظت وشى، او هغه دې همېشه په امن کښې ژوند تېروى.


او چې د آسمان نه د هغۀ د زوئ د راتلو اِنتظار وکړئ څوک چې هغۀ د مړو نه بيا راژوندے کړے دے يعنې عيسىٰ، څوک چې به مونږ د راتلونکى غضب نه بچ کوى.


نو په دې وجه بيا چې د ګواهانو دومره لويه ګڼه زمونږ نه چاپېره ده نو راځئ چې مونږ هم هر يو پيټے او هغه ګناه چې مونږ په آسانۍ سره انښلوى د ځان نه لرې کړُو، او راځئ چې په هغه منډه کښې په صبر سره وزغلو چې مونږ له مقرر ده.


په هغه چا غور وکړئ چا چې د ګناهګارانو خلقو دومره مخالفت وزغملو، نو چې تاسو ستړى او بې‌همته نۀ شئ.


او زۀ نن هم هغه شان تکړه يم چې څنګه په هغه وخت کښې وم چې کله موسىٰ لېږلے وم. زۀ تر اوسه پورې د جنګ او د باقى نورو کارونو دپاره اوس هم ښۀ تکړه يم.


خو ښځې ته د لوئ باز دوه وزرونه ورکړے شول نو چې هغه په بيابان کښې د اژدها نه خپل هغه ځائ ته والوځى چرته چې به تر درې نيم کالو پورې د هغې خيال وساتلے شى او محفوظه وى.


ما ته دا هم پته ده چې زما د نوم د خاطره تا دا په صبر سره وزغمل او تۀ ستومانه نۀ شوې.


اول جاندار د ازمرى په شان وو، دوېم د غوائى په شان، د درېم مخ د بنى آدم په شان وو او څلورم لکه د الوتونکى باز په شان وو.


سمسون سوال وکړو، ”اے مالِکه خُدايه پاکه، لږ ما راياد کړه، خُدايه پاکه. زۀ تا ته سوال کوم چې يو ځل بيا ما له طاقت راکړه، نو چې په دې يو وار د فلستيانو نه د خپلو دوو سترګو بدل واخلم.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan