25 د هغه مقدس ذات مثال د چا سره ورکولے شى؟ د هغۀ په شان بل څوک شته؟
اے مالِکه خُدايه، ستا نه بغېر بل خُدائ نشته، ستا په شان کارونه څوک هم کولے نۀ شى.
د فرښتو جماعت هم د خُدائ پاک نه يريږى، او د هغۀ شان او شوکت هم د هغه چا نه زيات دے څوک چې ټول د هغۀ د تخت نه ګېرچاپېره راټول شوى دى.
اے مالِکه خُدايه، ستا په شان نور معبودان څوک دى؟ ستا په شان څوک دے چې ټولو نه لوئ او مقدس دے؟ ستا جلال د يرې نه ډک دے، ځکه چې داسې عجيبه عجيبه کارونه کوې.
د خُدائ پاک مثال د چا سره ورکولے شى؟ تۀ به څنګه ووائې چې د هغۀ صورت څنګه دے؟
مالِک خُدائ فرمائى، ”تاسو به ما د چا سره برابروئ؟ زما په شان بل څوک شته څۀ؟
داسې څۀ خلق شته چې هغوئ د اور نه د يو خُدائ خبرې اورېدلې وى او ژوندى پاتې وى لکه ستاسو په شان؟
د ځان دپاره د داسې يو څيز په شکل هم بُتان مۀ جوړَوئ چې هغه پاس په آسمان کښې وى يا لاندې په زمکه باندې وى او يا د زمکې د لاندې په اوبو کښې وى.