23 هغه طاقتور حکمرانان راټيټوى او په نشت باندې يې بدلوى.
هغه اِمامان شړى او اختيار ترې اخلى، او هغه طاقتور لرې کوى چې ډېر وخت يې حکومت کړے وى.
هغه شهزادګان سپک کړى، او هغه د زورَورو زور اوبۀ کوى.
مالِک خُدائ په خپله شهزادګان سپکوى هغه هغوئ په خوشى دشتو کښې سرګردانوى.
هغه حاکمان عاجزان کوى، او د زمکې بادشاهان د هغۀ نه يره کوى.
د انسان مغروره سترګې به ټيټې کړے شى او د انسان لوئى به په عاجزۍ بدله شى. نو په هغه ورځ به صرف د مالِک خُدائ ثناء صِفت کيږى.
په هغه ورځ به مالِک خُدائ ربُ الافواج ټول طاقتور خلق او هغه هر څوک چې مغروره يا لوئ وى، هغه ټول به عاجزه کړى.
خو دا د مالِک خُدائ ربُ الافواج منصوبه وه چې هغه به ټول د شان او شوکت والا خلق سپک کړى، او عزتمند کسان به وشرموى.
هلته به د بادشاهۍ هيڅ هم پاتې نۀ وى، او د هغې ټول مشران به ختم شى.
په تاسو افسوس دے. ستاسو خيال دا وى چې تاسو عقلمند يئ او خپل ځان ډېر زيات هوښيار ګڼئ.
زۀ به د موآب بادشاه سره د هغۀ د آفسرانو تباه کړم،“ مالِک خُدائ فرمائى.