يشعياه 40:20 - Pakistani Yousafzai Pashto20 کوم سړے چې سرۀ زر يا سپين زر نۀ شى اخستلے هغه به داسې لرګى خوښوى چې نۀ ورَستيږى. هغه يو ماهِر کاريګر لټوى چې يو داسې بُت جوړ کړى چې نۀ غورزيږى. Faic an caibideil |
بلکې، تا خپل ځان د آسمانى مالِک په خلاف راپورته کړو. د هغۀ د کور جامونه او پيالۍ ستا په وړاندې راوړلے شوى دى. تا او ستا آفسرانو، ستا ښځو، او ستا وينځو په هغې کښې مے وڅښل. تا د سرو زرو او سپينو زرو، د زېړو، د اوسپنې، لرګى او د کاڼو نه د جوړو شوو معبودانو ثناء صِفت وکړو، څوک چې نۀ ليدلے شى او نۀ اورېدلے شى او نۀ پوهيږى. خو تا د هغه مالِک خُدائ عزت ونۀ کړو د چا په لاس کښې چې ستا ژوند او ستا ټولې لارې دى.