19 کاريګر خو اول بُت جوړ کړى، بيا زرګر په هغې باندې سرۀ زر وخېژوى او د سپينو زرو په زنځيرونو باندې يې ښائسته کړى.
د قومونو بُتان چې د سرو زرو او سپينو نه جوړ شوى دى، د انسانانو په لاسونو جوړ شوى دى.
څوک چې دا بُتان جوړوى دوئ به هم د دې په شان وى څوک چې پرې ايمان لرى هغوئ به هم د دې په شان وى.
کله چې هغه ورځ راشى، نو هغوئ چې کوم د سپينو زرو او سرو زرو بُتان جوړ کړى وى چې عبادت يې وکړى نو هغه به وغورزوى. او هغوئ به منږکانو او ښاپېرکانو ته پرېږدى.
د هغوئ مُلک د بُتانو نه ډک دے او هغوئ داسې څيزونو ته سجدې لګوى چې هغوئ په خپلو لاسونو جوړ کړى دى.
نو بيا به تاسو خپل هغه بُتان چې په سرو زرو پټ وى او هغه بُتان چې په سپينو زرو پټ وى هغه به واخلئ او وايئ به چې، ”دا څۀ ګند دے.“ او بهر په ډيران به يې ګزار کړئ.
هغوئ د ترسيس نه د سپينو زرو تختې او د اوفاز نه سرۀ زر راوړى. کله چې زرګر ترې نه بُت جوړ کړى نو بيا درزيان ورته آسمانى او کاسنى کپړې تياروى او هغۀ ته يې وراغوندى.
کله چې هغوئ مے څښل، نو بيا هغوئ د سرو زرو، سپينو زرو، پيتلو، اوسپنو، د لرګى او د کاڼو نه د جوړو شوو معبودانو ثناء صِفت وکړو.
اے بنى اِسرائيله، تۀ چې د کوم بُت عبادت کوې دا يو کسبګر جوړ کړے دے، دا خُدائ پاک نۀ دے. په سامريه کښې سخے بُت به ټوټې ټوټې شى.
کله يې چې دا واپس خپلې مور له ورکړې نو هغې دوه سوه د سپينو زرو سيکې يوړې او زرګر د لرګى بُت جوړ کړو او سپين زر يې پرې وخېژول. دا د ميکاه په کور کښې کېښودے شول.