12 سمندر څوک په موټى کښې نيولے شى، يا څوک آسمان د لاسونو په ذريعه ناپ کولے شى؟ د زمکې د خاورې وزن چا معلوم کړے دے يا څوک په تله غرونه او د غرونو غونډۍ تللے شى؟
کله چې هغۀ هوا ته طاقت ورکړو، او په وريځو کښې يې باران کېښودو،
آسمان ته څوک تلے او بيا راغلے دے؟ هوا چا په موټى کښې بنده کړې ده؟ او سمندر چا په خپل څادر کښې راګېر کړے دے؟ او د دُنيا حدونه چا مقرر کړى دى؟ د هغۀ نوم څۀ دے او د هغۀ د زوئ نوم څۀ دے؟ کۀ تا ته پته وى نو ما ته يې راوښايه.
ما په خپل لاس باندې د زمکې بنيادونه لګولى دى او زما ښى لاس آسمانونه خوارۀ کړى دى. کله چې زۀ آواز ورکړم نو دوئ ټول يو ځائ حاضر شى.
مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، ”لکه څنګه چې د آسمان د ناپ تول اندازه نۀ شى لګولے او د زمکې د بنياد اندازه نۀ شى معلومولے نو زۀ به هم د اِسرائيل د ګناهونو په وجه د هغوئ نه اِنکار ونۀ کړم.“ دا د مالِک خُدائ فرمان دے.
ځکه چې مالِک خُدائ هم هغه دے چا چې غرونه پېدا کړى دى، او هوا يې پېدا کړې ده، او خپل خيالات بنى آدم ته څرګندوى. هغه د سحر رڼا په تيارۀ بدلوى او د زمکې په اوچتو ځايونو باندې ګرځى. د هغۀ نوم مالِک خُدائ پاک، ربُ الافواج دے.
بيا ما يو لوئ سپين تخت وليدو چې يو کس چې پرې ناست وو، د هغۀ د حضور نه زمکه او آسمان وتښتېدل او غېب شول.