8 نو حزقياه بادشاه د دې په مطلب پوهه شو چې د هغۀ په ټول ژوند کښې به امن او سلامتيا وى، نو هغۀ ورته وفرمائيل، ”تا چې ما له د مالِک خُدائ نه کوم پېغام راوړے دے هغه ښۀ دے.“
خو کۀ هغه زما نه رضا نۀ وى نو چې د هغۀ څۀ خوښه وى نو هغه شان دې راسره وکړى.“
خو په آخر کښې حزقياه او د يروشلم خلقو خپل ځانونه عاجز کړل، نو ځکه مالِک خُدائ د حزقياه په ژوند کښې خلقو له سزا ورنۀ کړه.
او زۀ چې يروشلم له کومه سزا ورکوم هغه به تر هغه وخت پورې نۀ راځى چې ترڅو تۀ مړ شوے نۀ يې. او زۀ به تا پرېږدم چې په سلامتۍ سره مړ شې.“ نو هغه سړى د دې پېغام سره يوسياه بادشاه ته راواپس شول.
هغۀ وفرمائيل، ”زۀ د مور نه خالى لاسونه پېدا وم او خالى لاسونه به د دې دُنيا نه ځم، هر څۀ ما له مالِک خُدائ راکړى وُو او مالِک خُدائ رانه واپس واخستل، د مالِک خُدائ د نوم ثناء صِفت دې وى.“
زۀ چپ وم، ما خپله خولۀ بنده کړې وه، ځکه چې هر څۀ تا په خپله کړى وُو.
د مالِک خُدائ پائيداره مينه هيڅکله نۀ ختميږى او د هغۀ رحم هيڅکله نۀ ختميږى.
نو بيا ژوندے انسان ولې شکايت کوى کله چې ورته د خپلو ګناهونو سزا مِلاو شى.
بيا موسىٰ هارون ته وفرمائيل، ”د مالِک خُدائ مطلب دا وو کله چې هغۀ وفرمائيل، هر څوک چې زما خِدمت کوى هغوئ دې خامخا زما د پاکوالى عزت کوى، زۀ به خپلو خلقو ته خپل جلال څرګند کړم.“ خو هارون غلے پاتې شو.
دا هغه کارونه دى چې تاسو به يې کوئ، يو بل ته رښتيا خبره کوئ. او په خپل عدالت کښې د اِنصاف نه کار اخلئ، نو دا به امن راولى.
دا هغه څۀ دى چې مالِک خُدائ ربُ الافواج يې فرمائى، ”د يهوداه دپاره د څلورمې، پينځمې، اوومې او لسمې مياشت روژې نيول به د خوشحالۍ موقعې او د خوشحالۍ اخترونه وى. په دې وجه رښتيا او امن سره مينه ساتئ.“
نو په دې وجه د خُدائ پاک د مضبوط لاس لاندې په عاجزۍ اوسېږئ نو چې هغه تاسو له په وخت عزت درکړى.
نو سموئيل ورته هغه هر څۀ وفرمائيل، هغۀ ترې نه يوه خبره پټه ونۀ ساتله. عيلى وفرمائيل، ”هغه مالِک خُدائ دے، هغۀ ته چې څۀ ښۀ ښکارى نو هم هغه به وکړى.“