Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشعياه 39:6 - Pakistani Yousafzai Pashto

6 يو داسې وخت راروان دے چې ستا په محل کښې هر يو څيز، چې ستا پلار نيکۀ تر ننه پورې جمع کړى دى، نو هغه به بابل ته يوړے شى. هيڅ به هم پاتې نۀ شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشعياه 39:6
11 Iomraidhean Croise  

او د محل او د مالِک خُدائ د کور ټولې خزانې يې بابل ته يوړې. لکه څنګه چې مالِک خُدائ پېشګوئې کړې وه، نبوکدنضر د سرو زرو هغه ټول سامان مات کړو کوم چې سليمان بادشاه د مالِک خُدائ د کور دپاره جوړ کړے وو.


کله چې سپرلے شو، نو نبوکدنضر بادشاه يهوياکين بابل ته قېدى بوتلو او د مالِک خُدائ د کور خزانې يې يوړې. بيا نبوکدنضر د يهوياکين ترۀ صدقياه د يهوداه او يروشلم بادشاه جوړ کړو.


د بابل بادشاه د مالِک خُدائ کور، د دې خزانې او د بادشاه او د هغۀ د آفسرانو دولت لوټ کړو او هر څۀ يې بابل ته يوړل.


زۀ به د دې ښار ټول مال دولت او د هغوئ ټول قيمتى سامانونه او د يهوداه بادشاه خزانې د هغوئ دشمنانو ته حواله کړم. هغوئ به دا لوټ کړى او بابل ته به يې يوسى.


هغوئ به ستاسو نه جامې وباسى او قيمتى کالى به درنه واخلى.


او مالِک خُدائ يهويقيم د يهوداه بادشاه سره د خُدائ د کور څۀ خاص څيزونه د هغۀ لاسونو ته حواله کړل. هغۀ دا د خُدائ د کور سامانونه بابل ته د خپل معبود کور ته يوړل او دا يې د خپل معبود د کور په خزانه کښې کېښودل.


نو بيا بادشاه د خپل دربار مشر خصى آفسر آشپيناز ته حکم وکړو، چې يو څو بنى اِسرائيليان چې د شاهى خاندان او مخوريزو سړو سره تعلق ساتى راولئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan