يشعياه 39:2 - Pakistani Yousafzai Pashto2 حزقياه پېغام وړونکو ته په خېر راغلے ووئيل او هغوئ ته يې خپل سپين زر، سرۀ زر، خپلې مصالحې او قيمتى تېل او ټول فوجى سامان او وسله وښودل. د هغۀ د ګودام په کوټو کښې يا د هغۀ د بادشاهۍ په بل ځائ کښې هم داسې څۀ پاتې نۀ شول چې هغۀ ورته ښودلى نۀ وُو. Faic an caibideil |
د شيبا مُلک مَلِکه د سليمان شُهرت نه خبر شوه او هغه يروشلم ته راغله چې په مشکلو سوالونو د هغۀ امتحان واخلى. هغې ځان سره يوه لويه ډله راوسته او داسې اوښان يې هم راوستل چې په مصالحو، قيمتى کاڼو او په لوئ مِقدار کښې په سرو زرو باندې بار وُو. هغه سليمان له راغله او چې د هغې په ذهن کښې څۀ هم وُو نو د سليمان سره يې د هغې په حقله خبرې وکړې.