Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشعياه 39:1 - Pakistani Yousafzai Pashto

1 تقريباً هم په هغه وخت د بابل بادشاه د بلدان زوئ مرودک‌بلدان خبر شو چې حزقياه بادشاه بيمار وو او اوس روغ شوے دے، نو مرودک‌بلدان ورله يو خط او يوه تُحفه ولېږله.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشعياه 39:1
11 Iomraidhean Croise  

داؤد بادشاه وفرمائيل، ”زۀ به په حنون هغسې مِهربانه شم، لکه چې د هغۀ پلار ناحس په ما مِهربانه وو.“ نو داؤد پېغام وړُونکى ورولېږل چې هغۀ له تسلى ورکړى. کله چې هغوئ عمون ته ورسېدل،


نو هغۀ خپل زوئ يورام بادشاه داؤد له ولېږلو او په هدد‌عزر باندې د فتحې مبارکى يې ورکړه، چې د هغۀ خِلاف توعى څو ځلې جنګ کړے وو. يورام داؤد له تُحفې يوړې چې د سرو زرو، سپينو زرو او زېړو نه جوړې وې.


ډېر خلق يروشلم ته راتلل، چې مالِک خُدائ له يې نذرانې او حزقياه له يې تُحفې راوړې، نو د هغه وخت نه حزقياه د ټولو قومونو په نظر کښې عزتمند وو.


خو حزقياه ډېر زيات مغروره وو او د هغه څۀ شکريه يې ادا نۀ کړه چې مالِک خُدائ د هغۀ دپاره کړى وُو، نو په دې وجه د مالِک خُدائ غصه په هغۀ، په يهوداه او يروشلم نازله شوه.


او چې کله د بابل سفير د هغه عجيبه واقعې د معلومولو دپاره راغلو چې کومه په هغه مُلک کښې شوې وه، نو خُدائ پاک حزقياه د دې دپاره يواځې پرېښودو چې د هغۀ نېت معلوم کړى.


دا د بابل په حقله يو پېغام دے چې د آموص زوئ يشعياه ته څرګند شو.


د ټولو نه ښائسته بادشاهى د بابل ده، د هغې ځائ خلق په بابل باندې فخر کوى. خو مالِک خُدائ به بابل هغه شان تباه کړى لکه څنګه چې يې سدوم او عموره تباه کړى وُو.


نو تاسو به د بابل بادشاه پورې ټوقې کوئ او وايئ به چې، ”هغه ظالم بادشاه غورزېدلے دے. او د هغۀ غصه ختمه شوې ده.


د بابل مُلک ته وګورئ. د دې مُلک خلق برباد شوى دى. اسوريانو د هغوئ مُلک د ځنګلى ځناور کور جوړ کړے دے. اسوريانو د محاصرې برجونه جوړ کړل او د هغوئ قلعې يې بربادې کړې. او د ملبې ډېرے يې ترېنه جوړ کړے دے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan