22 او حزقياه تپوس کړے وو، ”کومه نښه به دا ثابته کړى چې زۀ به بيا د مالِک خُدائ کور ته لاړ شم؟“
حزقياه بادشاه تپوس وکړو، ”د دې ثبوت نښه به څۀ وى چې مالِک خُدائ به ما روغ کړى او په درېمه ورځ به د مالِک خُدائ کور ته لاړ شم؟“
ما به د هغوئ سره خوشحالى کوله چا چې به ما ته وئيل، ”راځئ چې د مالِک خُدائ کور ته ځو.“
دا پېغام يې حزقياه ته واورولو او يشعياه ورته دا هم وفرمائيل، ”مالِک خُدائ به درته يوه نښه وښائى چې هغه به خپله وعده پوره کوى.
تقريباً هم په هغه وخت د بابل بادشاه د بلدان زوئ مرودکبلدان خبر شو چې حزقياه بادشاه بيمار وو او اوس روغ شوے دے، نو مرودکبلدان ورله يو خط او يوه تُحفه ولېږله.
د دې نه پس عيسىٰ هغه د خُدائ په کور کښې وليدو او ورته يې وفرمائيل، ”وګوره، تۀ ښۀ شوے يې. نوره ګناه مۀ کوه، چې د دې نه درته زيات تکليف پېښ نۀ شى.“