Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشعياه 38:13 - Pakistani Yousafzai Pashto

13 ټوله شپه ما د درد په وجه چغې وهلې، دا داسې وُو لکه چې زمرے زما هډُوکى ماتوى. ما وئيل چې خُدائ پاک زما ژوند ختموى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشعياه 38:13
15 Iomraidhean Croise  

نو هغۀ ورته وفرمائيل، ”تا د مالِک خُدائ د حُکم نافرمانى کړې ده، نو په دې وجه تۀ چې څنګه زما نه لاړ شې نو يو زمرے به دې ووژنى.“ او چې څنګه هغه لاړو نو يو زمرے راغلو او هغه يې ووژلو.


زما عُمر د سيلۍ په شان تېز روان دے، او په نااُميدۍ کښې ختميږى.


هر کله چې شپه او ورځ ستا د اصلاح دروند لاس په سر وو زما، لکه په سختې ګرمۍ کښې زور شو ختم زما.


خپل عذاب دې ما نه اخوا کړه ډېر کړېدلے يم، زۀ ستا د لاس په وهلو ډېر ضعيفه شوے يم.


ما ته غوږ شئ چا چې زۀ هېر کړے يم هغوئ ټول دې توبه ګار شى، زۀ به مو ټوټې کړم او هيڅ څوک به نۀ وى چې ستاسو مددګار شى.


ما ته د خندا او خوشحالۍ خبرې وکړه، کوم هډُوکى چې تا ما ته مات کړى وُو اوس دې خوشحالى وکړى.


ګنې ما به د ازمرى په شانې وشلوى ټوټې به مې کړى، هيڅ څوک به مې نۀ وى چې د هغوئ نه ما بچ کړى.


تۀ انسان د مرګ په خوب اودۀ کوې. او دوئ لکه د تازه ګياه په شان په سحر کښې راټوکيږى،


هغۀ زما ټول ځان په وهلو تک شين کړو او زما هډُوکى يې مات کړل.


بيا د بادشاه په حکم، هغه سړى راوستلے شول چا چې په دانيال د بد نيت نه اِلزام لګولے وو او د زمرو په غار کښې يې د ښځو او بچو سره وروغورزول. د غار بېخ ته د رسېدو نه وړاندې زمرو په هغوئ حمله وکړه او هډُوکى يې ورله ټوټه ټوټه کړل.


زۀ به په اِسرائيل باندې لکه د ازمرى په شان او په يهوداه باندې لکه د تکړه ازمرى په شان حمله وکړم. زۀ به په خپله هغوئ ټوکړې ټوکړې کړم، زۀ به هغوئ راکاږم او هيڅ څوک به يې رانه خلاصولے نۀ شى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan