7 ګوره، زۀ به د هغۀ ذِهن بدل کړم او چې کله هغه يوه افواه واورى نو هغه به خپل مُلک ته راواپس شى، او هلته به يې په تُوره باندې د وژلو سبب وګرځم.“
مالِک خُدائ د شاميانو په فوج باندې د جنګى ګاډو، آسونو او د يو لوئ فوج آوازونه اورولى وُو، نو شاميانو يو بل ته ووئيل، ”د اِسرائيل بادشاه، حِتيان او د مِصر بادشاهان او د هغوئ فوجيان د حملې دپاره په پېسو نيولى دى.“
مالِک خُدائ يوه فرښته راولېږله چې هغې د اسور د لښکر فوجيان او آفسران ووژل. نو داسې بادشاه اسور ته واپس شرمېدلے لاړو. يوه ورځ چې کله هغه د خپل خُدائ په عبادتخانه کښې وو، نو د هغۀ يو څو زامنو هغه په تُورو باندې ووهلو او مړ يې کړو.
د هغوئ په غوږُونو کښې يروونکى آوازونه دى، د امن په وخت کښې به په هغوئ باندې تباهى راشى.
د خُدائ پاک د ساه په ذريعه هغوئ سزا موندلې ده، او د هغۀ د غصې د زور په وجه هغوئ تباه شوى دى.
خُدائ به ډېر زر ورله واړۀ زاړۀ ټول ختم کړى، لکه د ازغو اور چې د لوښى د ګرمېدو نه وړاندې ختم شى.
ستا د غضب او غرور نه زۀ خبر يم او اوس به زۀ ستا په پوزه کښې پېزوان او ستا په خولۀ کښې قيضه واچوم او چې په کومه لار راغلے يې نو په هغې به دې واپس ولېږم.“
بيا اسوريانو بادشاه له دا خبر ورورسېدو چې مِصرے لښکر په هغوئ باندې د حملې کولو دپاره راروان دے چې مشرى يې د ايتهوپيا ترهاقه بادشاه کوى. کله چې هغه د دې نه خبر شو، نو هغۀ د يهوداه بادشاه حزقياه له دا پېغام ولېږلو