Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشعياه 37:4 - Pakistani Yousafzai Pashto

4 شايد چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به هغه د مشر آفسر خبرې اورېدلې وى څوک چې خپل مالِک د اسور بادشاه رالېږلے وو چې د ژوندى خُدائ پاک په حق کښې يې ګستاخى کړې ده. کله چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک اورېدلى دى نو کېدے شى چې هغۀ ته د دې سزا ورکړى څۀ چې هغۀ وئيلى دى. نو د هغوئ دپاره دُعا کوئ کوم خلق چې تر اوسه پورې ژوندى پاتې دى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشعياه 37:4
43 Iomraidhean Croise  

کېدے شى چې مالِک خُدائ زما مشکل ووينى او نن ما سره د دې کنځلو په بدل کښې ښۀ وکړى.“


مالِک خُدائ اِسرائيل ته غصه وو او د خپل حضور نه يې لرې کړل او صِرف د يهوداه بادشاهى يې په ځائ پرېښودله.


د اسور بادشاه خپل مشر آفسر د ژوندى خُدائ د بې‌عزتۍ کولو دپاره رالېږلے دے. مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک دې د دې بې‌عزتۍ نه خبر شى او چې چا دا بې‌عزتى کړې وى نو هغوئ له دې سزا ورکړى. زمونږ د ژوندو پاتې خلقو دپاره خُدائ پاک ته سوال وکړئ.“


احاز بادشاه خپل خلق د بدعملۍ په لار روان کړى وُو او د مالِک خُدائ نافرمانى يې کړې وه نو په دې وجه مالِک خُدائ په يهوداه باندې افتونه راوستل.


”لاړ شئ او د مالِک خُدائ سره زما او د هغه خلقو دپاره مشوره وکړئ چې هغوئ بيا هم په اِسرائيل او يهوداه کښې پاتې کيږى. د دې کِتاب تعليمات معلوم کړئ. مالِک خُدائ مونږ ته غصه دے ځکه چې زمونږ پلار نيکۀ د مالِک خُدائ کلام نۀ دے منلے او هغه کار يې نۀ دے کړے چې د کوم په حقله دا کِتاب فرمائى چې خامخا دې وکړے شى.“


نو هغۀ وفرمائيل زۀ به دوئ تباه کړم نو د هغۀ غوره شوى کس موسىٰ د خُدائ د غضب او مخلوق په مينځ کښې ودرېدلو چې د هغۀ غصه سړه او دوئ د تباهۍ نه بچ کړى.


ستا په دې کارونو زۀ چپ پاتې شوم، زۀ دې هم د خپل ځان په شان وګڼلم. خو زۀ دې اوس رټمه او په تا اِلزام لګوم،


صرف صيون لور باقى پاتې ده، لکه چې د انګورو په باغ کښې د څوکيدار جومپړۍ پاتې وى يا د بادرنګو په پټى کښې يو څپر بې‌اسرى وى، او د محاصرې لاندې بې‌اسرى ښار وى.


کۀ مالِک خُدائ ربُ الافواج يو څو کسان ژوندى نۀ وے پرېښے، نو يروشلم به د سدوم او عموره په شان تباه شوے وو.


په هغه وخت به ژوندى پاتې شوى اِسرائيليان يعنې د يعقوب د خاندان بچ شوى خلق نور په هغه قوم باندې اعتبار نۀ کوى چا چې دوئ وهلى وى. هغوئ به د زړۀ د اخلاصه په مالِک خُدائ باندې ايمان ولرى، کوم چې د بنى اِسرائيلو مقدس ذات دے.


اګر چې اِسرائيل به د سمندر د شګو په شان بې‌شمېره وى، خو صرف يوه وړه پاتې شوې حِصه به راوګرځى. مالِک خُدائ د خپلو خلقو د تباه کولو صحيح فېصله کړې ده.


کله چې هغه ورځ راشى، نو مالِک خُدائ به يو ځل بيا د خپل طاقت نه کار واخلى او خپل هغه خلق به خپلو کورونو ته راولى کوم چې په اسور، مِصر، فتروس، ايتهوپيا، عيلام، بابل او د حمات په مُلکونو کښې او د سمندر په غاړو کښې پاتې شوى وُو.


بيا هغه آفسر ودرېدو او په عبرانۍ کښې يې آواز وکړو، ”د اسور بادشاه پېغام په کولاو غوږونو واورئ.


حزقياه دې درنه کم عقل جوړ نۀ کړى چې دا خيال مو راولى چې مالِک خُدائ به تاسو بچ کړى. د نورو قومونو خُدايانو د هغوئ مُلکونه د اسور بادشاه نه بچ کړى دى څۀ؟


د هر مُلک خُدايانو کله هم خپل مُلک زمونږ د سلطان نه بچ کړے دے څۀ؟ نو بيا تاسو دا سوچ په څۀ باندې کوئ چې مالِک خُدائ به يروشلم زما نه بچ کړى؟“


اوس، مالِکه خُدايه، مونږ ته غوږ ونيسه او چې په مونږ څۀ کيږى هغې ته وګوره. هغه ټولې خبرې واوره چې سينحرب يې ژوندى خُدائ پاک ته د بې‌عزتۍ دپاره کوى.


په يهوداه کښې چې کوم کسان ژوندى پاتې دى، نو هغوئ به د هغه بوټو په شان آباد شى چې جرړې يې په زمکه کښې ژورې ځى او مېوه نيسى.


نو ځکه د يروشلم نه به زما باقى ژوندى پاتې خلق راوځى، او د صيون په غرۀ باندې ژوندى پاتې خلق به خوارۀ شى. د مالِک خُدائ ربُ الافواج غېرت به دا هر څۀ کوى.


کله چې يشعياه ته د حزقياه بادشاه پېغام مِلاو شو،


مالِک خُدائ فرمائى، ”اے بنى اِسرائيلو، تاسو واړۀ او کمزورى يئ، خو يرېږئ مه، زۀ به ستاسو مدد کوم. زۀ د بنى اِسرائيلو مقدس ذات يم، زۀ هغه هستى يم څوک چې تاسو بچ کوى.


”اے د يعقوب اولاده، ما ته غوږ ونيسئ، اے په بنى اِسرائيلو کښې زما باقى پاتې شوو ټولو خلقو. د مور د خېټې نه ما ستاسو پالنه کړې ده، چې کله تاسو پېدا شوى يئ نو د هغې وخت نه زۀ په تاسو پام کوم.


ولې حزقياه چې د يهوداه بادشاه وو هغه په مرګ محکوم کړو څۀ؟ آيا حزقياه د مالِک خُدائ نه ونۀ يرېدو چې د هغۀ رحم ولټوى؟ آيا مالِک خُدائ خپله فېصله بدله نۀ کړه د کوم افت د رانازلېدو چې هغۀ د دوئ خلاف منصوبه جوړه کړې وه؟ مونږ په خپله په خپل ځان د سخت افت راوستو په حالت کښې يُو.“


يرمياه نبى ته راغلل او ورته يې ووئيل، ”مونږ ستا مِنت کوُو چې زمونږ دپاره د مالِک خُدائ ستا مقدس خُدائ نه دُعا وغواړه، کوم چې پاتې شوى کسان يُو. لکه څنګه چې تۀ وينې چې د مخکښې په مقابل کښې اوس مونږ ډېر لږ يُو.


هغۀ دوئ ته خواست وکړو چې آسمانى خُدائ پاک ته د دې راز د څرګندولو په حقله د رحم سوال وکړئ، نو چې دے، د دۀ دوستان او د بابل نور هوښياران قتل نۀ شى.


هغه اِمامان چې د مالِک خُدائ په حضور کښې خِدمت کوى، هغوئ دې د خُدائ پاک د کور د ډيوډۍ او د قربان‌ګاه په مينځ کښې ودريږى او ژړا دې وکړى. هغوئ دې داسې دُعا وغواړى، ”اے مالِکه خُدايه خپل خلق بچ کړه. خپل خاص ميراث مۀ د خندا کوه. هغوئ مۀ پرېږده چې بې‌ايمانه غېر مُلکيان ورپورې ټوقې وکړى څوک چې دا وائى، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک هغوئ پرېښودى دى څۀ؟“


د بدو نه نفرت کوئ او د نېکۍ سره مينه کوئ، او په عدالت کښې اِنصاف قائم کړئ. نو کېدے شى چې مالِک خُدائ، ربُ الافواج، د بنى اِسرائيلو په باقى پاتې شوو خلقو رحم وکړى.


ما په خپله رويا کښې وليدل چې د قحطۍ مُلخانو د زمکې ټول شينکے وخوړلو، نو بيا ما ووئيل چې، ”اے قادر مطلق خُدايه مونږ معاف کړه، ګنې مونږ به ژوندى پاتې نۀ شُو، ځکه چې د بنى اِسرائيلو قوم ډېر وړوکے دے.“


او يشعياه د بنى اِسرائيلو په حق کښې په چغو وائى چې، ”سره د دې چې بنى اِسرائيل به د سمندر د شګو په شان بې‌شمېره وى، خو صرف لږ به په کښې خلاصون ومومى،


نو بيا ځکه تاسو په خپلو کښې يو بل ته د خپلو ګناهونو اِقرار وکړئ او د يو بل دپاره دُعا وغواړئ نو چې تاسو شفا ومومئ. د زړۀ نه د صادقه دُعا ډېر اثرناکه وى.


نو، ما له د غرونو هغه مُلک راکړه چې مالِک خُدائ په هغه ورځ زما سره د هغې وعده کړې وه په کومه ورځ چې ما او نورو جاسوسانو خبر راوړو. ما بيا تا ته ووئيل چې هلته د دېوانو نسل عناقيان د پَخو دېوالونو په لويو لويو ښارونو کښې وُو. مالِک خُدائ دې زما مل شى او هغوئ به زۀ وشړم، هم هغه شان لکه څنګه چې مالِک خُدائ فرمائيلى دى.“


او هغوئ سموئيل ته ووئيل، ”مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته زمونږ دپاره سوال وکړه، نو داسې به مونږ نۀ مړۀ کيږُو. اوس مونږ ته دا پته لګېدلې ده چې د نورو ټولو ګناهونو نه علاوه مونږ دا ګناه هم کړې ده چې يو بادشاه مو غوښتے دے.“


باقى پاتې شوه زما خبره، نو مالِک خُدائ دې ونۀ کړى چې د هغۀ خِلاف داسې ګناه وکړم چې هغۀ ته ستاسو دپاره سوال نۀ کوم. او زۀ به تاسو ته هغه لار ښايم چې کومه ښۀ او صحيح وى.


يونتن هغه وسله وړُونکى زلمى ته ووئيل، ”راځه چې د هغه ناسنته خلقو قلعې ته ورواوړُو. کېدے شى چې مالِک خُدائ زمونږ مدد وکړى، مالِک خُدائ د ډېرو يا د لږو خلقو په ذريعه هم خلاصون ورکولے شى او داسې يو څيز هم نشته چې هغه رايسار کړى.“


داؤد د هغه سړو نه تپوس وکړو چې کوم د هغۀ سره نزدې وُو، ”هغه سړى ته به څۀ مِلاو شى چې څوک دا فلستىے ووژنى او بنى اِسرائيليان د دې بې‌عزتۍ نه خلاص کړى؟ ځکه چې دا ناسنته فلستىے څوک دے چې د ژوندى خُدائ پاک لښکر ته وائى چې زما سره جنګ وکړئ؟“


ستا خِدمت کوونکى ازمرى او مېلوګان دواړه وژلى دى او زۀ به د دې ناسنته فلستى سره هم دغه شان وکړم، کوم چې د ژوندى خُدائ پاک د لښکر مخالفت کړے دے.


او سموئيل ته يې ووئيل، ”مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک ته دُعا کول مۀ پرېږده چې مونږ د فلستيانو نه بچ کړى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan