يشعياه 37:36 - Pakistani Yousafzai Pashto36 په هغه شپه د مالِک خُدائ يوه فرښته د اسوريانو خېمو ته ننوتله او يو سل او پينځۀ اتيا زره فوجيان يې ووژل. او چې کله سحر وختى خلق پاڅېدل نو هر طرف ته مړى پراتۀ وُو. Faic an caibideil |
د قحط درې کالونه دې خوښ دى؟ يا چې خپل دشمن درباندې درې مياشتې تباهى راولى؟ او يا چې درې ورځې د مالِک خُدائ د تُورې لاندې راشې او هغه ستا په مُلک باندې يوه وبا راولېږى، او د خپلې فرښتې په ذريعه په ټولو بنى اِسرائيلو کښې مرګ راولى؟ نو تۀ فېصله وکړه چې زۀ مالِک خُدائ له څۀ جواب ورکړم، چا چې زۀ رالېږلے يم؟“
نو بيا نبوکدنضر ووئيل، ”د شدرک، ميشک او د عبدنجو د خُدائ پاک ثناء دې وى چا چې خپله فرښته راولېږله او خپل خِدمتګاران يې بچ کړل. د هغوئ په هغۀ باندې ايمان وو او زما حکم يې د پښو لاندې کړو او هغوئ دې ته تيار وُو چې د خُدائ پاک دپاره خپل ژوند د لاسه ورکړى نۀ دا چې د هغۀ په ځائ د بل معبود خِدمت او عبادت وکړى.