35 زۀ به د خپل ځان او خپل خِدمت کوونکى داؤد د خاطره د دې ښار دِفاع او حِفاظت کوم، او دا به بچ کوم.“
خو زۀ به د سليمان زوئ ته يوه قبيله پرېږدم، نو چې زما د خِدمت کوونکى داؤد د اولاد نه همېشه زما يو کس وى چې په يروشلم کښې بادشاهى کوى، هغه ښار چې ما خوښ کړے دے چې چرته به زما عبادت کيږى.
خو مالِک خُدائ د هغۀ خُدائ پاک د داؤد د خاطره ابياه له يو زوئ ورکړو چې د هغۀ نه پس په يروشلم بادشاهى کوى او د دې حِفاظت کوى.
زۀ به ستا په عُمر کښې پينځلس کاله نور زيات کړم. زۀ به تا او د يروشلم دا ښار د اسور بادشاه نه بچ کړم. زۀ به د خپل عزت او د خپل خِدمت کوونکى داؤد د خاطره د دې ښار حِفاظت کوم.“
اے مالِکه خُدايه، د خپل خِدمت کوونکى د خاطره، او د خپلې مرضۍ په مطابق تا دا ټول لوئ لوئ کارونه کړى او ښودلى دى.
لکه څنګه چې يو مارغۀ د خپلو بچو د بچ کولو دپاره د خپلې جالې دپاسه الوځى رالوځى، نو داسې به زۀ، مالِک خُدائ، ربُ الافواج د يروشلم دپاسه تېر شم د دې د بچ کولو دپاره او د دې حِفاظت به کوم.“
او زۀ به تا او د يروشلم دا ښار د اسور بادشاه نه بچ کړم او هم زۀ به د دې ښار حِفاظت کوم.“
آو، زۀ هم هغه خُدائ پاک يم چې د خپل ځان په خاطر ستاسو په جرمونو پرده اچوم او ستاسو ګناهونه د خپل ذهن نه وباسم.
خو هغوئ به د خپل مالِک خُدائ او د داؤد د نسل نه د هغه بادشاه خِدمت وکړى، څوک چې به زۀ په هغوئ باندې مقرروم.
خو بيا، د دې په وجه ما د خپل نوم د خاطره هغه څۀ وکړل څۀ چې به هغوئ د هغه قومونو د وړاندې د سپکوالى نه وساتى د چا په مينځ کښې چې دوئ اوسېدل او د چا په وړاندې چې ما خپل ځان بنى اِسرائيلو ته د مِصر نه په راويستلو ښکاره کړو.
نو په دې وجه بنى اِسرائيلو ته ووايه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، اے بنى اِسرائيلو دا ستاسو دپاره نۀ دى کوم څيزونه چې زۀ کوم، خو دا زما د مقدس نوم په خاطر دى، د کوم چې تاسو په نورو قومونو کښې بېحرمتى وکړه چرته چې هم لاړئ.
او مالِک خُدائ ربُ الافواج به د هغوئ حِفاظت کوى، هغوئ به دشمنان تباه کړى او په هغوئ به د ليندو کاڼو سره غالب شى. هغوئ به د شرابيانو په شان شور کوى، هغوئ به لکه د هغه جام په شان ډک وى چې د قربانګاه په ګوټونو د وينې شيندلو دپاره استعماليږى.
هم دغه روح د خُدائ پاک د خوا نه مونږ سره د هغه ميراث ضمانت دے د کوم چې يې مونږ سره وعده کړې ده او هغۀ مونږ په بيعه واخستو، چې د خُدائ پاک خپل خلق شُو، د دې دپاره چې د هغۀ ثناء صِفت او جلال بيان کړُو.
ترڅو چې مونږ د هغۀ د جلالى فضل ثناء ووايو کوم چې هغۀ مونږ ته په خپل محبوب زوئ کښې وړيا رابخښلې ده.
خو د هغوئ دشمنان ما داسې لافو وهلو ته پرې نۀ ښودل چې هغوئ زما خلقو له شکست ورکړے وے، ځکه چې هغوئ ما په خپله ختم کړى دى.“