يشعياه 37:24 - Pakistani Yousafzai Pashto24 د خپلو پېغام وړونکو په ذريعه تا د مالِک خُدائ سپکاوے کړے دے. تا دا لافې وهلې چې ما د بېشمېره جنګى ګاډو سره د لبنان د ټولو نه اوچت غرونه فتح کړى دى. ما هلته د دِيار لوړې ونې او د نختر ښې ونې راوغورزولې دى او زۀ د ځنګلو هغه ګڼو برخو ته رسېدلے يم. Faic an caibideil |
شايد چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به هغه د مشر آفسر خبرې اورېدلې وى څوک چې خپل مالِک د اسور بادشاه رالېږلے وو چې د ژوندى خُدائ پاک په حق کښې يې ګستاخى کړې ده. کله چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک اورېدلى دى نو کېدے شى چې هغۀ ته د دې سزا ورکړى څۀ چې هغۀ وئيلى دى. نو د هغوئ دپاره دُعا کوئ کوم خلق چې تر اوسه پورې ژوندى پاتې دى.“