يشعياه 37:23 - Pakistani Yousafzai Pashto23 تا چا پورې خندا وکړه او د چا بېعزتى دې وکړه؟ تا د چا خلاف آواز اوچت کړو؟ تا چا ته د غرور په نظر وکتل؟ دا د بنى اِسرائيلو مقدس ذات وو. Faic an caibideil |
شايد چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به هغه د مشر آفسر خبرې اورېدلې وى څوک چې خپل مالِک د اسور بادشاه رالېږلے وو چې د ژوندى خُدائ پاک په حق کښې يې ګستاخى کړې ده. کله چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک اورېدلى دى نو کېدے شى چې هغۀ ته د دې سزا ورکړى څۀ چې هغۀ وئيلى دى. نو د هغوئ دپاره دُعا کوئ کوم خلق چې تر اوسه پورې ژوندى پاتې دى.“