Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشعياه 37:14 - Pakistani Yousafzai Pashto

14 حزقياه بادشاه د پېغام وړونکو نه خط واخستلو او وې ولوستلو. بيا هغه د مالِک خُدائ کور ته لاړو او خط يې هلته د مالِک خُدائ په حضور کښې کېښودو،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشعياه 37:14
16 Iomraidhean Croise  

نو بيا د هغوئ دُعاګانې اوره. کۀ ستا خلقو بنى اِسرائيلو نه څوک هم د زړۀ د اخلاصه توبه وباسى او خپل لاسونه د دُعا دپاره دې کور ته اوچت کړى،


مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل، ”ما ستا دُعا اورېدلې ده، کومه چې تا زما په وړاندې کړې ده. کوم کور چې تا جوړ کړے دے هغه زۀ مقدس کوم او هغه به داسې ځائ وى چې همېشه به هلته زما عبادت کيږى. زما به په دې نظر وى او همېشه به زړۀ کښې اوسى.


حزقياه بادشاه د پېغام وړونکو نه خط واخستلو او وې لوستلو. بيا هغه د مالِک خُدائ کور ته لاړو او خط يې هلته د مالِک خُدائ په حضور کښې کېښودو،


او دُعا يې وکړه، ”اے مالِکه خُدايه، د اِسرائيل خُدايه پاکه، تۀ د وزرو والا مخلوق په مينځ کښې په تخت ناست يې، يواځې تۀ خُدائ پاک يې، چې د دُنيا په ټولو بادشاهانو باندې حکومت کوې. تا زمکه او آسمان پېدا کړى دى.


زۀ تا ته د دُعا دپاره لاسونه پورته کوم، زما ځان لکه د للمې زمکې ستا تږے دے.


خو په سخته ورځ به هغه ما له په خپل مقدس کور کښې پناه راکړى، او په خپله خېمه کښې به هغه ما له حفاظت راکړى او ما به هغه پاس په لوړه د ګټ دپاسه کښېنوى.


اے پاکه خُدايه، ترڅو به دشمن ستا نوم پورې خندا کوى؟ او تل به هغه ستا د نوم بې‌حرمتى کوى؟


څنګه چې حزقياه بادشاه د هغوئ بيان واورېدو، نو هغۀ د خفګان نه خپلې جامې وشلولې، د ټاټ جامې يې واغوستلې او د مالِک خُدائ کور ته ننوتو.


د حمات، ارفاد، سفروائم، هينع او عِواه ښارونو بادشاهان چرته دى؟“


او حزقياه مالِک خُدائ ته دُعا وکړه چې،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan